کندز: له ۲۰۰ زره جریبو ډېره دولتي ځمکه سروې شوه

کندز: له ۲۰۰ زره جریبو ډېره دولتي ځمکه سروې شوه

د هیواد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکې د بانک له رامنځته کېدو وروسته په کندز ولایت کې ۲۰۱۷۱۸ جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

یاد وزارت ویلي دا اندازه ځمکه چې ۱۹۰۵۵۹ جریبه یې سپینه او ۱۱۲۲۲ جریبه یې اداري تاسیسات دي، په ۲۴۵ قطعو کې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې شوي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همداراز زیاته کړې؛ تراوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه ۳۸۶ زره او ۵۱۷ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه په ۴۹۱۳ قطعو کې سروې او د ځمکې په بانک کې ثبت کړي.



افغانستان خبرونه د ځمکې سروې کندز
t