هرتیک: ˮبېله تایګر شرف نه په (War) فلم کي نه لوبېږم̋

هرتیک: ˮبېله تایګر شرف نه په (War) فلم کي نه لوبېږم̋

د بالیووډ نوموتي او باتجربه سېنمايي ستوری هرتیک روشن ویلي دي، چي د (War) فلم ډایریکټر ته مي وویل، که ټایګرشرف په (War) فلم کي ورسره نه وي، نو هغه به هم یاد فلم کي رول اجراء نه کړي.

یاد نوموتي سېنمايي ستوری هندي رسنیو ته په خپل یوه تازه مرکه کي دا څرګندوني کړي دي. هغه ویلي دي، چي د یاد اکشن فلم مشهور ډایریکټر سیدهرات اناند ته یي وویل، چي که ټایګر شرف په فلم کي نه وي نو هغه به په کي ونه لوبیږي. د نوموړی په وینا په بالیووډ کي بل داسي څوک نسته، چي په فلم کي د هغه سره مقابله وکړي.

هغه پنکویلا په نوم یوه هندي رسني ته وویل:(( د (سوپر۳۰) فلم راوروسته زه ډير خسته سوم، زه د یوداسي فلم په سکریپ پسي کرځيدم، چي ما بیرته ورزش ته راورګرځوي. نو ما پیداکړ. ټایګر ما ته الهام راکړي، اوس زما نوبت دي، چي هغه ته الهام ورکړم. ځکه ټایګر هغه څوک دي، چي ما ته به په دي جنګي فلم کي الهام راکړي او هغه یوازي کولاي سي، زما په مقابل کي ودریږي او زما سره مقابله وکړي.))

د هرتیک روش او ټایګر شرف ((War) فلم شوټینګ د هندوستان ترڅنګ به په یو شمیر اروپایي هیوادونو کي هم تر سره سي. دا فلم د هالیووډ د فلمونو په شان په ښه کیفیت جوړیږي.

د هرتیک روشن او ټایګرشرف نوي فلم

ياته دي نه وي، چي هرتیک روشن او ټایګر شرف د اکشن فلمونو مشهور لوبغاړي دی، هغوي په زیات اکشن فلمونو کي لوبیدلي دي او تر نورو سېنمايي ستورو هغه د اکشن فلمونو لپاره ښه لوبغاړي دي. د بالیووډ مینوال د دوی په یو ځاي کار کولو خوښ دي او وايي دا فلم به ډير ښکلي فلم وي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t