لغمان: دارالمعلمین د ښځینه لیلې ودانۍ بنسټ ‌ډبره کیښودل شوه

لغمان: دارالمعلمین د ښځینه لیلې ودانۍ بنسټ ‌ډبره کیښودل شوه

د لغمان ولايت د مهترلام دارالمعلمين د ښځينه‌و ليليې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لغمان ولايت کې د مهترلام دارالمعلمين ښځينه‌و ليليې ودانۍ د جوړولو چارې پيل کړي دي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ليليې دا ودانۍ د لغمان ښار په مرکز په ۴۸۵.۶ متر مربع ځمکه کې په دوو طبقو کې جوړيږي، چې ۳۲ خونې لري.

دا ودانۍ د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه د ۱۶ ميليونه ۹۹۲ زره او ۴۱۲ افغانيو په مالي لګښت په معياري ډول رغول کيږي.



افغانستان بیارغوونه خبرونه
t