کران و منجان ولسوالۍ دوه میاشتې وروسته له طالبانو خلاصه شوه

کران و منجان ولسوالۍ دوه میاشتې وروسته له طالبانو خلاصه شوه

د بدخشان ولایت کران و منجان ولسوالۍ وروسته له دوه میاشتو د طالبانو له کنټرول څخه آزاده شوه.

د ملي دفاع وزارت وايي، د کران و منجان ولسوالۍ د سیمه ییزو خلکو په پاڅون او د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ د طالب ترهګرو له کنټروله آزاده شوه.

سرچینه وايي، د خلکو د پاڅون او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې درانه تلفات طالبانو ته اوښتي دي، زیات شمیر يې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي او لسګونه تنه یې ټپیان شوي دي.

یاد وزارت ویلي همداراز د طالب ترهګرو لویې مواضع او پټنځایونه ویجاړ شوي دي، او د هېواد درې رنګه ملي بیرغ د کران و منجان په ولسوالۍ کې ورپول شو.

مخکې له دې، دفاعي او امنیتي ځواکونو د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ هم د طالبانو له کنټرول څخه آزادې کړې.

د دفاع وزارت په وینا، افغان ځواکونه په بدخشان ولایت کې د پرمختګ په حال کې دي او عملیاتونه به د ترهګرو له شتون څخه د بدخشان تر بشپړې پاکیدو همداراز دوام ولري.



افغانستان خبرونه کیران و منجان
t