پاکستان د سريلانکا يي لوبغاړو په باب د خپل بام واوره پر بل اچوي

پاکستان د سريلانکا يي لوبغاړو په باب د خپل بام واوره پر بل اچوي

داسې راپورونه خپاره سول چې يو شمېر سريلانکايي لوبغاړو پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی دوی يوازي نا امني په ګوته کړې.
فواد حسين چې ددې هېواد د ساينس او ټکنالوژۍ وزير دی ويلي سریلانکايي لوبغاړي هند مجبور کړل چې پاکستان نسي ولاړ، ځکه د هند کرکټ بورډ سریلانکايي لوبغاړو ته اخطار ورکړی وو، چې که چیرې دوی پاکستان ته ولاړ سي هند به يې د خپلو کورنيو سياليو (اي پي ايل) څخه و باسي.
پاکستان د نړۍ په کچه ترهګر پال هېواد دی او ډيری بهرني اتباع دې هېواد ته له سفر کولو څخه ډډه کوي، او څو کلونه وړاندې پر سريلانکايي لوبغاړو دې هېواد کې بريد هم سوی وو.




t