خپل ځيګر څرنګه له ناروغيو خوندي وساتو؟

خپل ځيګر څرنګه له ناروغيو خوندي وساتو؟

ځيګر په انساني بدن کې هغه مهمه برخه ده، چې بدن ته ځواک ورکوي او زهرجن مواد خارجوي، خو د وخت په تېرېدو يا ځينو عادتونو له امله ځيګر په يو شمېر خطرناکو ناروغيو اخته کېدای شي او ورسره د اې، بي او سي زيړيو په څېر په ځينو وژونکو ناروغيو اخته کېږي.

که موږ تاسې وغواړو، چې ځيګر مو روغ رمټ او له هر ډول ناروغيو خوندي وي، نو په لاندې يادې شوې خبرې بايد عملي کړو.

ارام او پر سکونه اوسېدل
موږ تاسې بايد په سختو حالاتو کې هم په خپل فکر او زړه واک له لاسه ورنکړو، ذهن او بدن د کمزورۍ په حالت کې کمزوری کېږي، دغه مهال ځيګر کې د اډرينالين هارمون اندازه زياتېږي او د دې د پاکولو لپاره په ځيګر ډېر بوج راځي.

مناسب خوب
هره ورځ بايد لږ تر لږه اوو يا اته ساعته خوب وکړو او ځيګر تل د دغومره وقفې په لټه کوي، چې له ناروغيو خوندي شي او خپل بايللی ځواک په دغه ارام کې بېرته راوګرځوي.

متحرک اوسېدل
که تاسې ډېر وخت په ناسته تېروی، نو ځيګر مو غټيږي يا پر ناروغيو اخته کېږي. د دې لپاره بايد انسان هره ورځ په ځان دومره مزل لازمي کړي، چې دی ورسره ستړی شي. دغه فزيکي فعاليت او ورزش د ځيګر ناروغي شل سلنه کمولای شي.

ډېرې اوبه څښل:
د اوبو د کمښت له امله بدن له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او د خشکۍ له امله د ځيګر فعاليتونه هم زيانمنيږي.
هره ورځ له اتو تر لسو ګيلاسو پورې اوبه څښل د ځيګر د پاکوالي تر څنګ ځيګر له ګڼو ناروغيو هم ژغوري.

پاک او صحتمند خواړه
بايد هڅه وشي، چې بازاري تيار خواړه تر لږ تر لږه وخوړل شي ، په دغو خوړو کې غير معياري غوړي د معدې او ځيګر د ناروغيو ترڅنګ د ځيګر د غټوالي لامل ګرځي او بايد داسې خواړه وخوړل شي، چې پاک او تازه وي او بدن ته يې ګټه روښانه وي.

څه وخورو څه نه؟
بوره، سپين وړه، بازاري او سره کړي خوراکونه بايد تر خپلې وسې لږ وکارول شي او د دې پر ځای بايد سبزي، ميوې او داسې نور اسانه خوراک وشي، چې د چاغوالي او شکرې مخنيوی وکړي او ورسره د ځيګر د روغتيا لپاره هم ګواښ نه وي.
ډېر غوړ يا تيار خوراکونه د ځيګر د تباهۍ لامل ګرځي، په دې اړه بايد جدي احتياط وشي، که موږ د غوړو او بازاري خوراکونو سربېره انرجي او پيپسي ته ورته شيان څښو، نو ځيګر به مو له خپلې اندازې ډېر غټ شي او په ګڼو ناروغيو به اخته شئ.

بوره او خواږه شيان
ډېره بوره يا خواږه شيان هم د چاغوالي سربېره د ځيګر د تباهۍ لامل کېږي ورسره انسان په شکرې او او نورو ويجاړوونکو ناروغيو اخته کوي.

ډېره مالګه
بدن ته د مالګې اړتيا وي، خو دومره هم نه چې څومره يې موږ په خپلو خوراکونو کې کاروو.
ډېر تروش او نمکين خوراکونه هم ځيګر ته زيان رسوي او هم د لوړ فشار او د وينې د غوړو لامل ګرځي.

چيپس، برګر او ورته نور شيان
اوس زموږ په ټولنه کې د چيپسو، برګر، سنډويچ او ورته نورو خوراکونو کارول ډېر شوي، په دغو خوراکونو کې دغير معياري موادو سربېره ډېره مالګه هم کارول کېږي، چې له امله يې د ځيګر په ګډون ټول بدن زيانمنيږي. که بې وخته وږي کېدی، نو د برګرو او چيپسو پر ځای بايد تازه ميوه وخوړل شي.
ډاکترنويد ”خپلواک“



روغتيا معلوماتي
t