لغمان: د يو لوی مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

لغمان: د يو لوی مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لغمان والي په مالي لګښت په ولايت مقام کې د یوه مسجد د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په يادو مراسمو کې، چې نن چهار شنبه د وږي پر ۲۰ نېټه له غرمې وړاندې ترسره شول، پرمهال يې لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، سکتوري او تخنيکي رئيس انجينر فقیرالله، مالي او اداري رئيس انجينر مبارک شاه ابراهيمي او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ خوښي وښودله، چې نن يې په خپلو لاسونو د الله ج د کور (مسجد) د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله.

يا مسجد په درې بيسپې ځمکې کې کې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ په شخصي لګښت په عصري او اساسي ډول جوړېږي، چې په يو وخت پکې ۳۰۰ لمونځ کوونکي ځايږي.

ښاغلي ننګ له ټول شتمونو وغوښتل، چې په هېواد کې د عام المنفعه ځايونو په جوړولو کې خپله همکاري او مرسته وکړي، ترڅو دا د دوی لپاره صدقه يې جاريه وشمارل شي.

والي ننګ زياتوي د ياد مسجد چارې به په نېږدې راتلوونکي کې په ښه کيفيت سره بشپړې شي.




t