هلمند: څلور وسله وال مخالفین وژل شوي

هلمند: څلور وسله وال مخالفین وژل شوي

دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي څلور تنه وسلوال مخالفين وژل شوي.

دسنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن احمد پښتون وايي چي حيدراباد سيمه کي دتصفوي عملياتو پر مهال څلورتنه وسلوال مخالفين وژل سوي.

هغه وايي د وژل شويو مخالفینو جسدونه د جګړي پر ميدان د پوليسو لاسته ورغلي د وسلوالو ترهګرو سپکي او درني وسلي د جګړې پرمهال له منځه تللي.

ديادوني وړده چي په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ زيان ندي رسيدلي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.




t