د عامه تاسیساتو په ساتلو کي د خلکو مسؤلیتونه څه دي؟

د عامه تاسیساتو په ساتلو کي د خلکو مسؤلیتونه څه دي؟

هارون طرزی مدني فعال

د عامه المنفعه تاسیساتو په بیا رغولو او امنیت ساتلو کي خلک او د جګړې طرفین ستر مسؤلیت لري. عامه المنفعه تاسیسات لکه بازارونه، کلینیکونه، ښوونځۍ او دې ته ورته ځایونه د عامه المنفعه تاسیساتو څخه شمېرل کېږي. لومړی: کله چي موږ وغواړو هیواد مو د سهولتونو او ترقۍ لور ته ولاړ سي، نو خلک مو مکلف دي چي د هر عامه المنفعه ځای په جوړښت کي برخه واخلي. دوهم: کوم هیوادونه چي عامه المنفعه تاسیساتو څخه د څو سوه کلونو راهیسي ګټه پورته کوي، هغوی د خپل عامه المنفعه تاسیساتو د تخریب مخه نیولې او دوامداره يې ترمیم جاري ساتلی. نو زموږ خلکو ته په کار ده، چي همداسي د بیا رغېدو او ترمیمېدو لپاره يې لاس په کار سي. درېیم: د عامه المنفعه تاسیساتو په اړوند ټولو خلکو ته په کار ده چي د هغوی په ارزښت او ګټي باندي ځان پوه کړي او تر څنګ يې نورو خلکو ته هم عامه پوهاوی ورکړي. څلورم: دا چي هیواد مو داخلي جګړه ځپي او ځپلی يې دی، نو د جګړې طرفین که حکومت وي، یا طالب باید عامه المنفعه تاسیساتو ته پوره توجه وکړي، ځکه همدا تاسیسات دي چي عام ولس ورڅخه ګټه پورته کوي. په تخریب او ویجاړېدو کي یې د خلکو حقوق تر پښو لاندي کېږي. پنځم: د عامه تاسیساتو د امنیت په ساتلو کي د هیواد هر فرد مکلف دی، هغه که حکومت وي، که ولس وي او که طالب وي، د عامه المنفعه تاسیساتو نه یواځي د امنیت خیال وساتي، بلکي د رغېدو او هغه ته د ودي او ښه فعالیت په موخه ورسره همکاري وکړي. لنډه دا چي عامه المنفعه تاسیسات د امنیت ساتنه د هیواد او وګړو د ښه ژوند، حقوقو او د هغوی د نسل د روښانه راتلونکي لپاره تضمین دی.

عزیز احمد عزیزي

عامه تاسیسات د یوې ټولني مشترکه سرمایه ده او د دغه سرمایې ساتل د هیواد د هر وګړي مسؤلیت دی. د عامه تاسیساتو ساتل د یوې ټولني د پرمختګ راز دی، عامه تاسیسات د یوې ټولني هغه بنسټیز اماکین دي، چي دولت او ولس د روزمره ټولنیزو چارو په موخه ورڅخه استفاده کوي، دا چي عامه تاسیسات زموږ د ټولني د هوسایني لپاره اعمار سوي دي او د هیواد هر وګړی یې په ساتلو مکلف ګڼل کېږي او عامه تاسیساتو ته زیان رسول قانوني جرم دی.

عبدالحی کاکړ مدني فعال

د پرمختللو ښارونو يواځينی د پرمختګ راز تر ټولو ټولو لومړی د ولس او دولت تر منځ همږغي او همکاري ده، چي د دولت لخوا څخه يا د خصوصي سکټورنو له طرفه عامه تاسيسات رغول کېږي، چي د ښاريانو لخوا يې بايد ساتنه وسي. مثلا: د دولت لخوا سړکان، د اورګاډي پټلۍ، د اوبو رسولو سيسټم، برق، د ښار پاکي تاسيسات لکه په خصوصي ډول سره مکاتب، پوهنتونونه، روغتونونه او نقليه وسايط. د خلکو لومړی مسؤليت په پورته عامه تاسيساتو کي دا دی چي بايد دولت ته پر وخت خپله ماليه ورکړي، تر څو دولت وروسته په همدغه پيسو د لوړو تاسيساتو ساتنه او پالنه وکړي. دوهم: خلکو ته پکار ده، چي د عامه تاسيساتو لکه مکاتبو، پوهنتونونو او نورو اړينو تاسيساتو څخه استفاده وکړي. درېيم: که دولت د ښار په پاکولو کي همکاري کوي، يا کثافت ټولولو لپاره تاسيسات جوړوي، نو خلکو ته بيا پکار ده، چي د مشخصو کثافت دانيو څخه استفاده وکړي او بېځايه کچره او اضافه توکي ونه غورځوي او همدا راز د عامه تاسيساتو په ساتلو کي پوره همکاره واوسي. د دنيا پنځه پاک ښارونه چي عبارت دي له:

فنلينډ، ايرلنډ، سوېډن، ډنمارک، سلوينيا

دا هغه پنځه ښارونه دي چي د نړۍ د پاک ښارونو په اول قطار کي راځي، چي خلکو يې عامه سيساتو څخه سمه استفاده کړې او د هغه په ساتلو کي يې پوره ځان مسؤله بللی.

شمس کامران لیکوال

دا چي په هيواد کي له ډېره وخته جنګ دى، خو زموږ د جنګ توپير دا دى چي د نوري دنيا په جنګونو کي تاسيسات د طرفينو لخوا ساتل کېږي او عامه شتمني يې بولي، خو زموږ په هيواد کي تر اوسه دا فکر نه دى ژوندى سوى چي د هيواد تاسيسات عامه شتمني و بولو، دا چي ولي عام خلک د تاسيساتو ساتنه نه کوي، يو لامل يې دا دى، چي زموږ ولس تر اوسه دا ذهنيت نه دى اخيستى چي دا هيواد او د هيواد ټوله عامه شتمني چي تاسيسات هم د عامه شتمنۍ برخه ده، زموږ د مالياتو په پيسو جوړېږي. نو په کار ده چي د معارف په چوکاټ کي د عامه شتمنۍ په نامه يو وړکوټى مضمون په نصاب کي شامل سي او په عامه توګه بايد ټول ولس ته د عامه شتمنيو تعريف او ساتني پوهاوى ورکړو.

محب هوتک مدني فعال

د عامه تاسیساتو په ساتنه کي خلک زیات مسؤلیتونه لري، کوم تاسیسات چي د دولت لخوا جوړېږي او عام خلک ورڅخه استفاده کوي، لومړی يې باید په جوړولو کي د نظارت چاري ترسره کړي، تر څو دولت ته يې سم او ناسم راپور ورکړي او هغه تاسیسات چي مخکي د دولت لخوا جوړ سوي وي، د عامو خلکو مسؤلیت دا دی چي د ورانېدو یا نړېدو مخنیوی يې وکړي، هغه که د هر چا لخوا تخریب کېږي باید مخه یې عام خلک ونیسي او وسله والو ډلو ته هم قناعت ورکړي، تر څو یاد تاسیسات د تخریب څخه وژغوړل سي. همدارنګه د عامه تاسیساتو د ساتني په برخه کي د عامو خلکو بل مسؤلیت دا دی، کوم تاسیسات چي د وخت په تېرېدو سره ترمیم ته اړتیا ولري باید دولت ته راپور وړکړي، تر څو دولت يې د ترمیم چاري مخته یو سي، هغه که هر ډول تاسیسات وي، چي ټولني او خلکو ته يې مثبته ګټه رسېږي. د عامه تاسیساتو د جوړلو یا ترمیم کارۍ مسؤلیت د دولت پر غاړه دی، خو د دې هر ډول تاسیساتو ساتنه د عامو خلکو مسؤلیت دی، چي په پوره معنی يې ساتنه وکړي، همدا ساتنه مو د تاسیساتو د مثبت ګټي اخستني څخه برخمن کوي.


ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t