ماشومانوته، درمل څه دي او څه کار کوي؟ فکر وکړئ!

ماشومانوته، درمل څه دي او څه کار کوي؟ فکر وکړئ!

کله چي موږ ډاکټر ته ورسو او هغه یو نسخه راته وليکي او زموږ پلار ته ووايي چي دغه درمل رانیسئ او و ئې خورئ. کله چي موږ دغه درمل وخورو، په لږ وخت کي بیرته جوړ سو.

موږ ته فکر راپیدا کېږي چي درمل څه شی دي؟ درمل زموږ صحت ته څنګه ګټه کوي؟ موږ په دې هم نه پوهېږو چي ډاکټر څنګه پوهېږي چي موږ باید یو ځانګړی درمل وخورو؟

درمل څه شی دي، تاسي به ئې لاندي ښه زده کړئ

د درملو رنګ پوښنه:

ځيني درمل شیرچايي رنګ لري. یو شمېر درمل وریځو ته ورته رنګ لري. ځیني د شنې ګولۍ په ډول وي، ځیني بیا ټیوب ته ورته جوړښت لري. دغه ټولو ډولونو د یوې موخي له پاره استعمالېږي، یعني کله چي موږ ناروغ سو، موږ درمل خورو او هغه موږ ته روغتیا راپه برخه کوي.

نن ورځ زیات شمېر درمل په لابراتوارونو کي جوړېږي. خو یو شمېر درمل په عامه توګه له طبي بوټو څخه هم جوړېږي. کله چي درمل جوړ سي، نو څو څو ځلي په بېلابېلو لارو کتل کېږي. ساینس پوهان ځکه د درملو په جوړولو کي ډېر دقت کوي، تر څو ځان ډاډه کړي چي درمل ئې خلکو ته زیان نه رسوي.

یو شمېر درمل د پخوانیو درملو نوې بڼه ده. ساینس پوهانو ځکه د درملو بڼه اړولې، تر څو خلکو ته ژر ګټه وکړي.

کله ناکله زموږ د بدن یو برخه یوه ماده په سمه توګه نه سي جوړولای. دغه کار زموږ د ناروغۍ سبب سي. موږ ډاکټر ته ځو او هغه موږ ته درمل راکوي. کله چي درمل وخورو د بدن ځانګړې برخه په کار پیل وکړي او ناروغي له منځه ولاړه سي.

د بېلګي په توګه: کله چي یو کس د شکري ناروغي لري. د دغه کس پانقراس په بشپړه توګه انسولین نه سي جوړولای. موږ ډاکټر ته ځو او هغه درمل راکوي.

پانقراس زموږ په بدن کي یو غړی دی چي د خوراک په هضمولو کي مرسته کوي. انسولین هغه ماده ده چي زموږ په وینه کي د شکري اندازه کنټرولوي.

کله چي زموږ بدن یوه ماده ډېره جوړه کړي، هم زموږ بدن ته تاوان کوي او موږ ناروغ کوي.

درمل هغه څه دي چي زموږ په بدن کي د یوې مادې کموالی پوره کوي. کله ناکله چي زموږ په بدن کي د یوې مادې اندازه زیاته سي، نو ئې هم درمل کنټرولوي.

کله چي زموږ بدن ته میکروب ننوزي، نو موږ ناروغه کېږو. زموږ بدن دفاعي سيسټم لري چي میکروبونه وژني. کله چي دفاعي سيسټم له میکروبونو سره جنګ وکړي، یو شمېر میکروبونه له منځه یوسي. له میکروبونو سره د جنګ پر مهال زموږ په بدن کي تودوالی رامنځ ته کېږي، چي موږ په عامه اصطلاح تبه ورته وايو.

خلک درمل د دې له پاره جوړوي، تر څو د ناروغیو مخنیوی وکړي. کله چي ډاکټر ناروغ ته درمل ورکوي، نو د ناروغ ناروغي لومړی درک کوي. کله چي ئې ناروغي درک کړي بیا د هغه ضد درمل ورکوي. دغه درمل د ګڼو لارو زموږ بدن ته داخلېدلای سي. کله چي زموږ بدن ته داخل سي، هغه ځای ته ځان رسوي، چېري چي میکروب موجود وي. درمل یا په مستقیم ډول له میکروبونو سره جنګ کوي او یا زموږ بدن دې ته آماده کوي، تر څو میکروبونه له منځه یوسي.

ځیني درمل خوړل زموږ له پاره ډېر ګټور وي. که چېري موږ پر له پسې زیات درمل وخورو، نو موږ له به د لویو ستونزو سره مخامخ کړي.

تر ټولو ښه خبره دا ده چي موږ د درملو په خوړلو کي له ډاکټر سره مشوره وکړو. موږ یوازي هغه درمل باید استعمال کړو چي زموږ صحت ته ګټه رسوي او هغه ډاکټر راته ويلي وي. خپلسري درمل باید هیڅ کله و نه خورو. هغه کسان چي پر خپل سر درمل خوري همېشه له ستونزو سره مخ وي.



روغتيا ماشومان

تبصره وکړئ

avatar
t