هلمند: د چاپيريال ساتنې په اړه منظم پلان جوړيږي

هلمند: د چاپيريال ساتنې په اړه منظم پلان جوړيږي

یادي څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د چاپیریال ساتني په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ددې غونډي پرمهال د چاپیریال ساتي ریاست او لښکرګاه ښاروال په ګډون د ګڼو ریاستونو ریئسانو او استازو ګډون کړی او په ټولیز ډول يې په لښکرګاه کې د چاپیریال ساتني په برخه کي د پرتو ستونزو او مسایلو اړوند بحث ترسره کړ.

د چاپیریال ساتني ریئس یو شمېر ستونزي چي په ښار کې يې شتون درلود د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړې چي د هغو له جملې څخه د ښار دکثافاتو، د سیفټیک څاګانو، واټر لین ، سورلین ، د مارکېټونو د غیر معیاري نقشو ، په ښار کې د نیالګیو د روزنې او په ښار کي د پاکو اوبو د سیستم په اړه ځیني مسایل شریک کړه ترڅو اړوند ادارې ورته پاملرنه وکړي.

لښکرګاه ښاروال او د عامي روغتیا مسولینو په لښکرګاه ښار کې د خپلو خدماتو په اړه معلومات وړاندي کړه او د ځینو هغه ستونزو چي په ښار کې د کثافاتو او ناروغیو وې یادې کړې او ترڅنګ يې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه هم خبرې وکړې.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په دې غونډه کې دخبرو پرمهال وویل: هغه ستونزي چي په ښار کې د چټلۍ سبب شوې د مخینوي لپاره يې باید د لښکرګاه ښاروالۍ په ګډون د چاپیریال ساتني اداره او عامي روغتیا ریاست پلانونه جوړ او تطبیق کړي ترڅو د یوه پاک ښار خاوندان واوسو.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه:
لښکرګاه ښار ډېر پرمختګ کړې ، نفوس يې ډېر شوی او په همدې کچه باید د چاپیریال ساتني په برخه کي ټولي ادارې خپل پلانونه ترتیب کړي او د ښار د پاک ساتلو په برخه کي فعالیتونه ترسره کړي.

د ښاغلي یاسین خان په خبره: د ښار د سرسبزۍ په برخه کي دي ښاریانو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شي ترڅو په ښار کې پاکوالي ته د پاملرنې ترڅنګ د شنو ونو په ساتلو کې هم فعاله ونډه واخلي او پروخت يې روزنه وکړي.




t