مس عينک لوبډلې سپين غر ته ۲۷۸ منډې هدف وټاکه

مس عينک لوبډلې سپين غر ته ۲۷۸ منډې هدف وټاکه

مس عينک لوبډلې سپين غر ته د ۲۷۸ منډې هدف وټاکه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې نن د مس عينک زون او سپين غر زون ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه روانه ده.

د لوبې په پیل کې د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او مس عینک لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې مس عينک زون په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې وکړې چې له ډلې يې عمران ۱۱۵ او صدام منګل ۵۸ ډېرې منډې وکړې.

د سپين غر زون له لوري بيا عظمت الله عمرزي او باطن شاه ۳-۳ او ناصر خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.




t