نیمروز کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

نیمروز کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نیمروز ولایت د زرنج ښار اړوند محمد علم اخند زاده لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د یوکال په موده کې د هندوستان هیواد په مالی مرسته د ۱۳ میلیونه او ۸۵ زره افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۸ درسي ټولګي او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري. د یاد ښوونځي پر نوې ودانۍ ټولټال ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د نیمروز ولایت د مقام مسوولینو، د ولایتي شورا وکیلانو ،قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د نیمروز والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي .

د نیمروز د پوهنې رییس مسعود نوري د نیمروز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي.

د پوهنې رییس خوښي څرګنده کړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې روان بهیر ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او ددې پرمختګ لوی راز یې د ولسونو همکاري یاده کړه.




t