د ختیځو ولایتونو د قېمتي او نیمه قېمتي کاڼو له سوداګرو سره ولیدل شول

د ختیځو ولایتونو د قېمتي او نیمه قېمتي کاڼو له سوداګرو سره ولیدل شول

په کونړ ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو له سوداګرو سره ناسته ترسره شوې ده.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، یاده ناسته نن له غرمې مخکې ولایت مقام کې ترسره شوه چې د ختیځو ولایتونو دقېمتي او نیمه قېمتي کاڼو د اتحادیې غړو سره بېره پکې لسګونو سوداګرو برخه اخیستې وه .

د ناستې په ترڅ کې د خصوصي سکتور تقویې او هم په کونړ کې د قېمتي ډبرو د پروسس، پیر او پلور د ستر مرکز جوړېدو په چارو خبرې وشوې

کونړ والي وویل د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د سوداګریز مرکز جوړولو هدف یې د قېمي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس،پیر او پلور ودې،د معدن کارۍ له لارې د بوختیاوو برابرول او دناقانونه کیندنو او قاچاقومخنیوی دی.

سرچینه د میرزکوال له قوله زیاتوي؛ د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د خصوصي سکتور ونډه خورا مهمه یاده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره لازم فرصتونه رامنځته کړي .

همدا راز د کونړ والي له سوداګرو وغوښتل چې یوه مشترکه کمېټه ایجاد او دچارو لابهبود په موخه خپله طرحه ولایت مقام ته وړاندې کړي



افغانستان خبرونه ناسته کونړ
t