هلمند: ګرشک د نیک اوټ ټورنمنټ اتلولي یوړه

هلمند: ګرشک د نیک اوټ ټورنمنټ اتلولي یوړه

هلمند لوبډلي د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالئ د نيک اوټ ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه.

د ګرشک ولسوالئ د فوټبال د فدراسيون په ابتکار څه موده وړاندي په دغه ولسوالئ کښې د ۱۶ لوبډلو تر منځ نيک اوټ ټورنمنټ په لاره اچول سوى وو چي پاي لوبي ته يې د هلمند او آشنا دوې لوبډلي ووتلې .

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، تيره ورځ د نوموړي ټورنمنټ پاى لوبه په داسي حال کښې ترسره سول چي د لوبي نندارې ته ځيني دولتي مسولين , مدني فعالان او په سلګونو نندارچيان راغلي وه او هلمند لوبډله په دې وتوانېده چي د زلمي احمدي په ګول وهني سره يو پر صفر د آشنا لوبډلي ته ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره يې د ګرشک د فوټبال په ډګر کښې اتلولي ولمانځل .

د ياد ټورنمنټ غوره لوبغاړى د هلمند د لوبډلي بريدګر لوبغاړى زلمى احمدي ونومول سوو او د ټورنمنټ د غوره ګول ساتونکي لقب بيا د هلمند د لوبډلي ځوان ګول ساتونکي شفيع الله په خپل نوم کړ .

سرچینه وايي، د ټورنمنټ د ځوانمردانه لوبي جايزه د آرمان لوبډلي ته ورکول سول .

او همدارنګه د ټورنمنټ د غوره ګول وهونکي مقام محمد عباس , حميدالله او زلمي احمدي د دريو , دريو ګولونو په ترسره کولو سره په مشترک ډول ترلاسه کړ .

د لوبي په پاى کښې غوره لوبډلو او مستحقو لوبغاړو ته د جوايزو او تحفو په ورکولو سره ياد ټورنمنټ پاى ته ورسېد .



خبرونه هلمند وزش ګرشک
t