روزګان: د عدليې د ریئس په ګډون درې تنه د حقوقو امریت یوه مدیر په ډزو ویشتلي

روزګان: د عدليې د ریئس په ګډون درې تنه د حقوقو امریت یوه مدیر په ډزو ویشتلي

روزګان ولايت کې د عدلیې ریاست اړوند د حقونو یوه مدیر عبدالغفار د همدې ریاست ریئس مولوي عبدالرزاق، د حقوقو امر عصمت الله او د عدليې ریاست یو بل کارمند د توفنګچې په ډزو ژوبل کړي دي چې سمدستي روغتون ته لېږدول سوي.
پولیس وايي څېړنې رواني دي چې پېښه ولي او څه ډول رامنځ ته سوې ده؟
روزګان کې د پولیسو د لومړی حوزې آمر نظرمحمد محمدي وايې، پېښه کې درې تنه ټپیان یې روغتون ته لېږدولي، او بریدکوونکی له سېمي تښتېدلی چي پلټنې ور پسي رواني دي.

د ترینکوټ مرکزي روغتون ته د پېښي ژوبل کسان وړل سوي چي پکې د یوه حالت نازک دی او دا مهال عملیات خونه کې دی.



افغانستان خبرونه
t