ننګرهار: اچین ولسوالۍ کي د داعش په ضد د افغان ځواکونو عمليات روان دي

ننګرهار: اچین ولسوالۍ کي د داعش په ضد د افغان ځواکونو عمليات روان دي

 د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کي د افغان ګډو ځواکونو له خوا د داعش ډلې په ضد عملیات روان دي.
د ننګرهار ملي امنیت رئيس ډګر جنرال نظرعلي واحدي او څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي په مشرۍ د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې نن ورځ پیل شوي عملیات په بریالیتوب سره جریان لري.
باندر دره د اچین ولسوالۍ هغه سیمه ده چې د داعشیانو د زیاتو پټنځایونو له امله پرې د بمونو مور وکارول شوه چې نن ورځ د ولسي پاڅوون کوونکو د دوو قوماندانانو ملک دهقان او حاجي معاون په ملتیا پرې عملیات پیل شوي او بریالیتوب جریان لري.
د مالوماتو له مخې د نن ورځې په اوږدو کي امنیتي ځواکونه د باندر درې شاوخوا شل کیلو متره داخل ته د ننه شوي او ځای پر ځای شوي پنځه ماینونه یې کشف او له زیان پرته لمنځه وړي دي.
د یادولو ده چې اچین د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چي داعش جنګيالي په پراخه توکه فعالیت درلودل او ددې ولایت اوسیدونکي وایي، که یاده ولسوالي په پوره توګه پاکه نشي ښایې داعش جنګیالي نوري سیمې هم وننګوي.



د داعش پرضد، عمليات ننګرهار
t