کندهار: د ښځينه زده کوونکو د لېسې ودانۍ جوړيږي

کندهار: د ښځينه زده کوونکو د لېسې ودانۍ جوړيږي

په شهید عظیم الله لیسه کي د ښځينه زده کوونکو لپاره تعمير جوړیږي

د چهارشنبې په ورځ د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ځینو سکتوري رئیسانو او د پوهني ریاست سره د همکارو موسساتو استازو په ملتیا د ښار په نهمه ناحیه کي د شهید عظیم الله لیسې د ښځینه زده کوونکو د تعمیر بنسټ ډبره کښیښوده.

د پټۍ پریکولو په مراسمو کي مرستیال والي وویل: دغه دوه منزله تعمير به د څلورو مياشتو په جريان کي جوړ سي او اته ټولګي به ولري، چي د UNHCR موسسې له لوري د ۷ میلیونه افغانیو په مالي مرسته جوړیږي.

باید وویل سي، چي د دولت له لوري د اقراء پروګرام په چوکاټ کي پلان دي، چي د راتلوونکو دوو کلونو په لړ کي به د ښار او ولسواليو په کچه ۱۱۴ د ښوونځیو تعمیرونه جوړ سي.




t