سپين غر لوبډلې له مس عينک لوبه وګټله

سپين غر لوبډلې له مس عينک لوبه وګټله

د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپین غر زون او مس عینک زون ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې سپین غر زون په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

د لوبې په پیل کې پچه سپین غر وګټله او لومړی يې د مس عینک لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عینک لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران ۱۱۵، صدام منګل ۵۸ او نواز خان ۲۸ منډې وکړې.

د سپین غر له لوري عظمت الله عمرزي او باطن شاه ۳-۳ او ناصر خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۲۷۸ منډو هدف د سپین غر لوبډلې په ۴۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ویکټو يې بریا خپله کړه، چې د دوی له لوري ناصر خان ۱۰۵ او بهیر شاه ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د مس عینک له لوري یوسف ځاځي، ضیا الرحمن او شمس الرحمن ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د یادونې وړ ده چې ناصر هم د غوره توپوهنې او یوې ویکټې ترلاسه کولو په پایله کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه




t