په افغانستان کي د انټرنیټ بیه او کیفیت څنګه ارزوئ؟

په افغانستان کي د انټرنیټ بیه او کیفیت څنګه ارزوئ؟

بشیراحمد فیضان لیکوال او ژورنالیست

متاسفانه چي په افغانستان کي که خصوصي سکټور دی، که دولت، خو دواړه لوري يوازي ملت ولوټي. په تېرو لسو کلونو کي چي افغانان د تش په نوم (انټرنیټ) څخه استفاده کوي. نه یوازي دا چي بې کیفیته او کمزورې کوالټي لري، بلکي د قیمت په لحاظ هم ګرانبیه تمامېږي. د نورو هیوادونو خصوصي سکټور او دولت خپل ولسونه اسوده کوي او په کښته او کمه بیه امکانات ورته برابروي، اما زموږ دا متاسفانه چي هر څه برعکس دي. موږ وایو، آی کاش چي د یوه ښه سرعت په درلودلو سره یې پیسې زیاتي اخیستلای، خو کاري وړتيا يې هم د منلو وړ وای. سره له دې چي په ګران بیه یې ورکوي، کیفیت یې هم سم او د منلو وړ نه دی، موږ نوي له تکنالوژي سره مخامخ کېږو او بدبختانه د استعمال طریقه یې هم نه راته مالومېږي. نو فلهذا موږ افغانان باید هڅه وکړو، تر څو د خپل ضرورت په اندازه انټرنیټي خدمات استعمال کړو، خو لېکن موږ یې د استعمال سره نابلده یو او سم یې نه کارو، بلکي تر ضرورت اضافه خپل وخت ورباندي ضایع کوو، چي دا کار د استعمالوونکو د مصارفو تر څنګ د ناروغیو سبب هم کېږي. هو یوه یادونه باید وکړم چي زموږ ډېر نالوستي ځوانان هم اوس د انټرنیټ، په خاص ډول اجتماعي پاڼو څخه استفاده کوي، زه فکر کوم چي دغه ځوانان که یې سم وکاروي د یوه مکتب یعني د زده کړي یوه ښه وسیله کېدای سي، خو بیا هم انټرنیټ زموږ د هیواد لپاره یوه لاسته راوړنه ده، موږ له وروسته پاته هیوادونو څخه یو، اما پرمختللي استعدادونه لرو.

بهیراحمد ژورنالیست

په ټولو هغو هیوادونو کښي چي د وګړو اقتصادي وضعیت يې ضعیف وي او يو ډول يې د خلکو پرمختګ د تکنالوژي سره تړلی وي، په هغو هیوادونو کي د انټرنیټي خدماتو عرضه کوونکي شرکتونه ډېره هڅه کوي، چي د خپلو مشتریانو لپاره باکیفیته خدمات په ډېره کمه بیه او ۲۴ ساعته عرضه کړي، چي ښه بېلګه يې زموږ ګاونډی هیواد پاکستان يادولای سو، هلته به تاسو ۲ ایم بي سرعت لرونکي انټرنیټ ته د کالدارو په معادل په ۲۵۰ افغانۍ د یوې میاشتي لپاره لاسرسی ولری، چي دا ډېره کمه بیه ده او همدا راز تر تولو مهمه دا ده چي تاسو به ۲۴ ساعته په هره سیمه کي انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی ولری. زموږ په هیواد کي د انټرنیټ عرضه کوونکي شرکتونو څو عمده ستونزي د بېلګي په توګه وايم، هغه دا چي یو خو يې د پوښښ ساحه ډېره کمه ده او بل دا چي خدمات يې ۲۴ ساعته نه دي او تر ټولو لویه ستونزه د بیو لوړوالی دی او هغه کسان چي یو انټرنیټي بنډل فعاله کوي، تر ډېره يې ژر ژر انټرنیټ مصروفېږي چي دا یو ډول مشتري پر شبکه بې باوره کوي. اړینه ده چي د انټرنیټ کیفیت ښه سي، د هیواد په ډېرو سیمو کي لاسرسی ورته شونی سي، سرعت يې باید مالوم وي او هغه ثابت وساتل سي، نه داسي چي سرعت يې دوی ایم بي درباندي خرڅوي او خدمات يې ۵۶ کي بي وي. زما په آند، تر ټولو اړینه بیه ده چي په بیه کي باید د پام وړ ټیټوالی موجود وي، تر څو مشتریان يې ډېر سي او خلک خپل ورځنۍ چاري د انټرنیټ سره عیاري کړي.

احمد سالک د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل

سره له دې چي په افغانستان کي انټرنيټي خدمات خورا په چټکۍ مخته لاړ، ډېرو خلکو ياده شبکه وپېژنده، د انټرنيټ په مرسته يې انلاين سوداګرۍ پيل کړې، پېر او پلور پيل سوه، خو لا هم ډېري ستونزي او ننګوني په مخ کي لرو. له بده مرغه د افغانستان په څېر غريب هيواد کي انټرنيټ د اور په بيه دی، بيي يې خورا لوړي دي. خو که يې کيفيت ته راسو، نو ډېر ټيټ کيفيت لري او هغه غوښتني چي خلک يې لري، دوی يې نه پر ځای کوي. کله چي مخابراتي شبکيې انټرنيټي اعلانات کوي، ډېره مبالغه کوي، خو چي هغه بنډل فعاله کړې، بيا کار نه کوي. په نورو هيوادونو کي انټرنيټي خدمات ډېر ارزان دي او کيفيت يې د پام وړ لوړ دی. په افغانستان کي ځيني وخت د ډېر مهم او بېړني کار پر مهال انټرنيټ کار پرېږدي، چي دا ډېره لويه ستونزه ده. نو زموږ غوښتنه دا ده چي انټرنيټي شبکې دي قوي سي او ته دي خپل خدمات په ضمني ډول وړاندي کړي.

فرید آغا فاطمي د مالوماتي ټکنالوژۍ مدير

په افغانستان کي د انټرنیټ بیه او کیفیت په لاندي ډول ارزوم: په عام ډول باید ووایم چي په افغانستان کي د انټرنیټ بیه جګه او کیفیت يې ټیټ دی، که څه هم نن سبا په افغانستان کي د نوري فایبر په مټ د انټرنیټ خدمات وړاندي کېږي، خو بیا یې هم کیفیت د پام وړ ټیټ دی. په کومو نومونو(۳G, 3.75G  او ۴G  چي اوسنۍ فعاله شبکې يې د انټرنیټي خدماتو د یادو سوو نومونو او خدماتو نیمه کچه هم نه پوره کوي. که چېري کیفیت سم وای، نو د قیمت لپاره بهانې لټول اسانه وه، د بېلګي په ډول په افغانستان کي نسبت پاکستان، ایران او هندوستان ته د انټرنیټي شبکو کارولو میشتریان لږ دي، نو ځکه یې بیه باید جګه وي، خو دا هم په هغه اندازه نه لکه څنګه چي اوس ده. یوازي د کیفیت او جګي بیه ستونزه نه ده، د انټرنیټ د بنډلونو د بشپړه ورکولو ستونزه هم یوه د پام وړ ستونزه ګڼلای سو، که چېري سمه محاسبه ترسره کړو، نو کوم انټرنیټ چي موږ یې کاروو تر هغه ډېر کارول سوی وي او بنډل مو ژر خلاصېږي. د انټرنیټ د کیفیت او کمیت په اړه ګڼي نوري ستونزي هم سته، خو عمومي مرجع یې د اوسني نظام ضعف او فساد ګڼلای سو، کوم چي په دې برخه کي ښه په ډاډه زړه ناغړي کوي.

پښتون ریاض د کندهار ښار اوسېدونکی

زما له انده، په افغانستان کي عرضه کېدونکي انټرنيټي خدمات په دې هيواد کي د ترسره کېدونکو نورو خدماتو په څېر له نوري نړۍ سره له کمي او کيفي پلوه په هيڅ صورت د پرتلې وړ نه دي. په افغانستان کي د انټرنيټ کيفيت ډېر کمزوری دی. دلته انټرنيټ وخت ناوخته تخنيکي ستونزي لري او سرعت يې هم په بې ساري ډول کښته دی. له بده مرغه په دې هيواد کي د انټرنيټ بيي هم په بې ساري ډول لوړي دي. له نوري نړۍ سره څه چي آن له نژدې همسايه هيوادونو سره په هيڅ ډول د پرتلې وړ نه دي. خو يو واقعيت بايد درک کړل سي چي په افغانستان کي داسي ستونزي سته چي د انټرنيټ د بيو د لوړوالي لامل ګرځي. د بېلګي په ډول د ناامنيو له امله د مخابراتي او انټرنيټي شبکو خادو او نورو تأسيساتو ته زيان اوښتل، چي خورا لوی لګښت لري. دغه راز د ټرانزيټ، ټرانسپورټ او امنيت لګښت که په پام کي ونيول سي، هم لګښتونه او بيي لوړوي. ستونزه دا ده چي په افغانستان کي حکومت هم تر اوسه د انټرنيټي خدماتو د کنټرول لپاره لازم ميکانيزم او تدابير نه لري. په کار ده چي په هيواد کي د انټرنيټي خدماتو د کيفيت او قيمت د کنټرول لپاره اقدامات وسي او اوسنۍ ګډوډۍ ته د پای ټکی کښېښودل سي. پرته له شکه موږ د نوري نړۍ په څېر چي هلته هيڅ ستونزه نه سته، خدمات نه غواړو، خو دا په دې مانا نه ده چي د خدماتو د کيفيت د نسبي ښه والي لپاره دي څه نه کېږي.

عبدالحی ډاډمن مدني فعال

په افغانستان کي چي د څو کلنو راهیسي د انټرنیټ خدمات وړاندي سوي، له هغه مهاله یې کیفیت او معیار پر نړیوال سټنډرد برابر نه دی، په نورو هيوادونو کي یې کیفیت او معیار هم برابر دی او په ټیټه بیه یې خلکو ته خدمات وړاندي کېږي، په بهرنیو هيوادونو کي چي دانټرنیټ خدمات پر کیفیت او معیار برابر هم دي په ډېره ټیټه بیه وړاندي کېږي، دا چي افغانستان نوري نړۍ ته له اقتصادي پلوه کمزوری هيواد دی پکار ده چي د انټرنیټ په برخه کي یې خدمات او سهولتونه پر نړیوال معیار برابر کړل سي او د انټرنیټ په بیو کي یې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړل سي. د افغانستان په ګاونډ کي د انټرنیټ خدمات او سهولتونه پر نړیوال معیار برابر او خدمات یې په ډېره ټیټه بیه وړاندي کېږي، افغانستان چي له هر پلوه مهم او ستراتیژیک هيواد دي، نو بنأ د انټرنیټ خدمات او د بیو په کموالي کي یې مثبت بدلون رامنځ ته سي.


ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t