امیتاب بچن:̏ د رندیپ هوډا ډير مینوال یم̋

امیتاب بچن:̏ د رندیپ هوډا ډير مینوال یم̋

د هندي سېنما بالیووډ پاچا او مشهور سېنمايي ستوری امیتا بچن چي ټول بالیووډ او هندي سېنما ټول کارکونکي او مینوال د هغه د رول، ږغ او ډیالاګونو سخت مینوال دي. اوس خپله د یو چا مینوال سوي دي.

د بالیووډ پاچا امیتا بچن د ډيري پخوا زماني څخه د بالیووډ پر صنعت خپل راج چلوي. تر اوسه بل داسي لوبغاړي نه دي پیدا سوي، چي د هغه ځاي ناستي سي. هندي رسني وايي، هغه پر خپل انستګرام اکونټ د خپل مینوالو سره خپل اود رندیپ هوډا عکس شریک کړي دي او ورسره يي لیکلي دي چي هغه د رندیپ هوډا مینوال دي او هغه يي د بالیووډ په نړۍ کي یوه ښه اداکار یاد کړی دی.

بل خوا د بالیووډ سېنمايي ستوری رندیپ هوډا هم د امیتابچن احترام ته ورغلی و او ویلي دي چي هغه د بالیووډ یو ډير تکړه، مهربانه او الهام ورکونکی اداکار دی او له هغه سره یي څو خوږي شیبي لرلي.

امیتابچن وایي د رندیپ هو‌‌‌‌‌‌ډا د اداکاری مینوال دي

پاته دي نه وي چي رندیپ هوډا د بالیووډ د تکړه اداکارانو څخه دی چي په ډيرو کمو فلمونو کي لوبیږي او همداراز هغه د بالیووډ په اکشن فلمونو کي ډير لوبیږي او د هغه رول لوبول، ډیالاګونه ویل بیا جلا خوند لري.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t