قاهره: جنايي محکمې د اخوان المسلمین ګوند مشر په عمري بند محکوم کړ

قاهره: جنايي محکمې د اخوان المسلمین ګوند مشر په عمري بند محکوم کړ

د مصر يوې جنایي محکمې یو ځل بیا د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع ته د عمري بند سزا اورولې ده. د مصري رسنیو د راپورونه له مخې، یادې محکمې د محمد بدیع او د یاد هېواد د پخواني پارلمان د مشر محمد سعد الکتاتني په ګډون د اخوان المسلمین ګوند نهه نور غړي په بند محکوم کړي دي.

راپورونه وایي، دا پرېکړه تېره ورځ د قاهرې جنایي محکمې کړې ده. یادې محکمې دا لس کسان حماس ډلې ته د جاسوسي او د مصر د ملي امنیت د پټو رازونو د افشا کولو په تور نیولي وو او یو ځلې بیا ورباندې تېر حکم صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د اخوان المسلمین ګوند ۱۱ غړي پر زندانونو د برید په تور په عمري بند محکوم شوي وو.



سيمه او نړۍ مصر؛ اخوان المسلمین ګوند
t