د لويو او عامه لارو د بندېدو زيان چا ته رسېږي؟

د لويو او عامه لارو د بندېدو زيان چا ته رسېږي؟

محمداسماعيل مجروح د سياسي چارو کارپوه

که ووايم چي زموږ افغاني کلتور تقريباً ډېرى يا ټوله د دين او مذهب سره مطابقت لري، نو مبالغه يې نه بولم. موږ افغانان نړۍ ته معلومه ده چي يو غيرتي ټولنه يو، نو زموږ مذهب، دين هيچا ته د مسلمانانو د زورولو، کړولو اجازه نه ورکوي، نه هم زموږ کلتور دا اجازه چا ته ورکوي. زموږ په کلتور کي د زورور جزا کمزوري ته ورکول يا د زورور قصات د کمزوري څخه اخيستل غټه بې غيرتيا او کمزورتيا ده، نو د لويو لارو بندول هم يوازي د کمزورو يا عام ولس زيان دى. ولس ته پکي مالي او ځاني زيان اوړي، تجارت د ولس ګټه ده، د لويو لارو په بندولو کي د خلکو د ازارولو تر څنګ د هغوی تجارت ته هم غټه صدمه رسېږي. پر هره لويه لاره د ورځي په سونو موټرونه لنده مېوه، سبزيجات… ځي، چي دا ټول د عامو خلکو دي چي هغه په يوه ورځ تم کېدو سره له منځه ځي. د لويو لارو بندول د کمزورتيا ثابتولو تر څنګ، زموږ د ولس سره په ښکاره ډول د لويو لارو د بندوونکو د دښمنۍ او نفرت ښکارندويي هم کوي. د يو افغان په توګه دا حق لرم چي ووايم موږ عام ولس ته تاوان رسوونکي، ازار رسوونکي زموږ عام ولس نه بخښونکي دښمنان دي، دا که هر څوک وي، خو موږ ورته يوازي د افغانانو د يو بې غيرته دښمن خطاب کوو او دا هم زه د هر لاري بندوونکي څخه پوښتنه کوم چي ايا د يو مسلمان او فغان په صفت به يې د بدن يو رګ دا ومني چي په زرګونه افغاني خوېندي مېندي دي د ده د لاسه ستړي، ازار او بې عزته سي او که داسي کړنه د خپلي مور او خور سره مناسب بولي، د يو انسان په صفت، نو بيا به موږ هم ترې ګيله نه کوو. نو د لويو لارو بندول زه يو غيرانساني، غيراسلامي، غيرافغاني کړنه بولم او په سختو ټکو يې غندم.

حاجي احمدالله ډاکتر، د احمدشاه بابا ابدالي شرکت رئيس

موږ او تاسو وليدل چي څو ورځي مخکي د کندهار – کابل لويه لاره  د دولت د مخالفينو له خوا تړل سوې وه، دا چي د لويو او عامه لارو بندول کوم زيانونه لري؟ زه فکر کوم چي لومړى زيان يې دا دى، چي په تېرو څو ورځو کي د همدې لويي لاري په اوږدو کي ١٣ کوچني او ٣ لوى پلونه نړېدلي دي، چي دا د ټرانسپورټي خداماتو په وړاندي ستر خنډ دى. دوهم که دا موضوع له اقتصادي اړخه وڅېړو، نو ويلاى سو چي په دې څو ورځو کي د هيواد اقتصاد ته هم ستر زيان واوښتى، لندې مېوې مو خرابي سوې، پلونه مو وران سول، خلکو په ډېرو سختيو کي شپې او ورځي تېري کړې، ځيني هيوادوال خو مو د همدې لاري په اوږدو کي  د دولت او د دولت د مخالفينو تر منځ په جګړه کي په شهادت هم ورسېدل، موږ يوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت لرو، چي هره ورځ پکي په زرګونو مسافرين د همدې شرکت له لاري تر خپل منزله رسېږي او کوښښ مو همدا دى چي هيوادوالو ته نوي او عصري خدمات برابر کړو، خو دا هر څه هغه وخت شوني دي چي  ټرانسپورټي خداماتو ته ښه زمينه برابره سي، لويي لاري خلاصي سي او مسافرينو ته د لاري په اوږدو کي هيڅ زيان ونه رسېږي، خو موږ خپل تر توان لا زيات کوښښ کوو چي د خپلو هيوادوالو لپاره ښه او منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندي کړو، بيا هم ويلاى سم چي د لويو لارو بندېدل زموږ لپاره ستر ګواښ دى، ځکه موږ هره ورځ په زرګونو مسافرين تر هدفه رسوو، پکار دا ده چي دولت او د دولت مخالفين مسافرينو ته د لويو لارو په اوږدو کي مشکل جوړ نه کړي، پل پلچک وران نه کړي، تر څو مسافرين په ښه ډول تر خپل هدفه ورسېږي او د هيواد اقتصادي حالاتو ته هم زيان ونه رسېږي، ځکه سړک، پل، پلچک زموږ ستاسو ملي شتمني ده، بايد په ساتلو کي يې په ګډه کار وکړو.

هارون طرزى مدني فعال کندهار

زما په اند، کله چي په افغانستان کي د حکومت او د هغه د مخالفو ډلو له خوا چي کومي جګړې را منځ ته کېږي، نو اکثريت وختونه يې ملکې وګړي قربانې کېږي. رابه سو دې ته چي د هيواد لويي لاري د جګړې ډګر ګرځول او هغه په شپو او ورځو بندول د ولس د ډېرو لويو مشکلاتو سبب ګرځي، ځکه د يوې خوا د ټولني د وګړو هغه تګ او راتګ دى چي د اقتصاد او نورو اساساتو اړوند باندي ترسره کېږي په ټپه دروي. لوى ستونزي ورته را پيدا کوي او بل کله چي ولس پر لارو باندي د دو جګړو تر منځ حصار او بند پاته سي، نو به ورته څومره زحمت او ازيت وي. د يوې خوا څخه يې کارونه پاته سول او ځنډ په کي را منځ ته سو او د بلي خوا کوم مالونه چي د تجارت لپاره راخيستي وه، هغه هم خرابېږي او هم يې مريضان تر روغتونونو او کلينيکونو پوري رسېدلاى نه سي. نو بيا هم زه پر دواړو خواوو باندي ږغ کوم چي کله د دوى تر منځ داسي يو جنګي فاجعه په وجود راځي، د مظلوم ولس حقوق ته دي ډېره پاملرنه وکړي، تر څو هغوى ته د شته زيانونو او راتلونکي زيانونو د نه اوښتولو څخه جدي ډډه وکړې، تر څو د ولس پر حق مو پښه نه وي ايښې.

کماالدين څپاند خبریال

د لویو لارو بندېدل یوازنی یوازنی زیان دى، چي ولس ته اوړي، ځکه لاره د ولس ملکیت دى او خلک ترې ګټه اخلي. د لارو بندېدل دا معنا چي عامو خلکو ته ستونزي جوړول، پر لارو مسافر، سپین ږيري، ښځي او ماشومان سفر کوي، یعني هغه دي نه پرېښول، چي په اسانۍ سره د یو ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي. بل لوی مشكل چي جوړوي هغه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو لوړېدل دي، چي بیا هم لوی زیان ولس ته رسېږي. پر لویو لارو مریضان تګ راتګ کوي، نو كله چي لاره بنده وي له بده مرغه هغه مريضان خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي، د دغه ډول کارونو تکرار ولس یو ډول مایوسه کوي، یو ډول ناهیلي ورکوي او ولس بغاوت ته مجبوره کوي. لوی لاري چي د هر چا له خوا د ټرافیکو پر مخ بندېږي دولت دنده لري، چي ویې ساتي. لوی لاري چي هر څوک بندوي هغه د ولس سره ډیر لوی ظلم کوي، سوداګر، تجاران دې ته نه پرېږدي، چي خوراکي او غیرخوراکي توکو صادرات او واردات وکړي، بل د لاري بندول دا نه چي مخامخ بندېدل، ولي پر لار د پلچکونو ورانول هم د لاري د بندېدو لوی سبب دى، هغه پیسې چي د پلچکونو پر رغولو مصرفېږي، لوی اقتصادي تاوان دى. افغانستان یو ډېر غریب هیواد دى. بس د ټولو هغو کسانو لپاره چي لار بندوي دا یو (حدیث شریف) کافي دى، رسول الله “ص” فرمایلي (تاسي یهودوته لار بنده کړئ) موږ شکر د اسلام مبارک دین منلى دى او شکر مسلمانان یو.

نصيراحمد روښان د کندهار اوسېدونکی

هغه یو متل دى چي وايي، په (زورور مي وس نه رسېږي او کمزورى مي مزدور دى) هغه چي د عمومي لارو بندول کوي، هغه زورور نه دي، ځکه زورور هغه دي چي خلکو ته مشکل نه، بلکي اسانتیا برابره کړي. همدارنګه نبي علیه السلام هم فرمايي،  چي پهلوان (زورور هغه نه دى چي څوک چپه کړي، بلکي زورور هغه څوک دى چي هغه ته بخښه وکړي) یعني تر ټولو ښه پهلوان هغه دى چي خلکو ته بخښه وکړي، کمک ورسره وکړي، تکلیف ورته ونه رسوي. د دولت یا مخالفو وسلوالو زور باید پر عامو انسانانو نه سي استعمال، کله چي خلکو ته د چا له خوا مشکل رسېږي، هغه مجبوره دي چي د هغو سره سخت مخالف سي او د هغو سره يې دښمني پيدا سي. د عمومي لارو بندول چي پر هغه د زیاتو ولایتونو خلک تېرېږي سخت مشکل دى. زما په نظر، د لویو لارو بندول بېله مخالفینو نور ټولو ته ستونزي جوړوي، ځکه خلک پر عمومي لارو تګ راتګ کوي، چي ځیني یې بېخي مجبوره وي، د چا سره مریضان وي، چي باید عاجل ورسول سي، خو د لاري د بندېدو په سبب هغوى ته د مرګ خطر پېښېږي او ځیني بیا نور کاروبار کوي، مېوې وړي او راوړي چي د لاري د بندېدو په وخت کي هغه ورته خرابېږي. ډېر زیات تاوان خلکو ته رسېږي او د دې وطن د اقتصاد لپاره هم سخته ضربه ده. هڅه باید وسي چي خلکو ته مشکل جوړ نه سي او شریعت هم دا وایي چي تاسو پل جوړ کړئ یعني د خلکو د لاري د اسانتيا لپاره لار جوړه کړئ . اسلام هغه کوچنی رکن دا چي تاسو د لاري اغزي ایسته کړئ لار باید خلکو ته صفا کړئ، نو چېري به د لاري د بندېدو اجازه راکړي.

شېراحمد صابر د کندهار ښار اوسېدونکى

څرګنده ده چي زموږ د هيواد اقتصاد تر ډېره بريده پر زراعت ولاړ دى او د تېرو څو کلونو ناخوالو څخه يوازنى څه چي تر اوسه تر يوه حده راپاته دي هغه همدا زراعت دى. موږ وليدل چي څه موده مخکي د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د هيواد تر ټولو مهمه او ټرانزيټي لاره د عامه خلکو د تګ راتګ پر مخ د څو ورځو لپاره وتړل سول، چي د دې مهمي لاري د بندېدو سره سم د هيواد نه بهر او داخل انتقالېدونکو تازه مېوو ته سخته صدمه ورسېدل. زه فکر کوم چي په هيواد کي د لويو او عامه لارو د بندولو تر ټولو زيات او نه جبرانېدونکى ځاني او مالي زيان زموږ ولسي وګړو ته رسېږي، هغه که له هره اړخه وڅېړل سي. غوښتنه کوم د دولت او د دولت له مخالفينو څخه چي د لويو او عامه لارو په ساتلو کي خپل پوره کوښښ وکړي، ځکه لويي لاري زموږ ملي شتمني ده. د لارو ورانول په خپل لاس خپل کور ورانول دي، نو پکار ده چي د جګړې پر مهال عامه لاري د ولسي خلکو پر مخ ونه تړل سي، ځکه څو ورځي مخکي چي د کابل – کندهار عمومي لاره د ترافيکو پر مخ وتړل سول، نو ډېرى زموږ مسافر هيوادوال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ شول آن، په زياتو په مواردو کي خو ناچاره وګړي له مرګ سره هم مخ شول. زما په آند، په دې برخه کي د امنيتي ځواکونو پاملرنه ډېره مهمه ده، دوى هم بايد دې ټکي ته پاملرنه وکړي، تر څو په راتلونکي کي د عامه لارو ساتني او رغوني ته پام وسي، پل، پلچک وران نه سي او همدارنګه زموږ مسافرو ورڼو ته د لاري په اوږدو کي کوم خنډ جوړ نه سي او هر هيوادوال مو په پوره امنيتي فضاء کي تر خپل منزله ورسېږي. بيا هم وايم چي د عامه لارو بندولو تر ټولو لوى زيان ملکي وګړو ته رسېږي، چي د جګړې دواړه لوري بايد دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t