ازبکستان ته د چينايانو ۷ورځنی بې ویزې سفر

ازبکستان ته د چينايانو ۷ورځنی بې ویزې سفر

ازبکستان چينايي ګرځندويانو ته دا ځانګړنه له ۲۰۲۰ زیږدیز کال وروسته ورکړې.
د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف د فرمان له مخې د چین او هانګ کانګ اتباع به د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال له پیله کولی سي ازبکستان ته بې وېزې سفر وکړي.
خو دا امتیاز به یوازې هغه چینایان لري چې د چین له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه په الوتکو کې په مستقیم ډول ازبکستان ته ځي.
خو هغو چینايانو ته، چې له درېم هیواد څخه ازبکستان ته ځي، ۵ ورځینۍ وېزه ورکول کېږي.
د ازبکستان د اوسني ولسمشر د اقداماتو په نتیجه کې دې هیواد ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر په ۲۰۱۸ م کال دوه برابره سو.
تېر کال دغه هیواد ته ۵ ملیونه او ۳ لکه بهرني سیلانیان ورغلي وو.




t