په ننګرهار کې ډاکټران صاحبان د خلکو ژوند د خطر سره مواجه کوي!

په ننګرهار کې ډاکټران صاحبان د خلکو ژوند د خطر سره مواجه کوي!

افغانستان يو داسې هېواد دی چې؛ د لسيزو راهيسې پکښې جنګونه او قتلونه روان دي، په يو او بل نوم همدا افغانان شهيدانيږي. مونږ په ملکي، نظامي او ټولنيز نظام کې په زرهاؤ مشران، ځوانان او ماشومان په داسې حالت کې دلاسه ورکړيدي چې؛ د خپل کور سرپناه او د اولاد لپاره د يوې ورځې د نفقې درک يې نه درلوده او حتی ځينې لا خپلو مړو او شهيدانو د کتلو ارمانجن پاتې دي.
په دغه لړۍ کې تر ټولو زيات محفوظ پاتې وګړي ډاکټران صاحبان ؤ چې د صحت په برخه کې يې ټولو جانبينو ته بې ساري ګتې رسېدلې دي، چې بدبختانه ددې کرغېړنې لړۍ په قطار کې زمونږ د ټولنې دغه خدمتګار قشر هم شامل شو.
خو!
که له بل لورې وګورو، دغه جنګ کې له هرې خوا قربانيان بيا هم افغانان دي، ورځ تر بلې دغه غميزې زياتېږي او د ګلانو په شان ځوانان له لاسه ورکؤ.
راځم اساسي موضوع ته (د ډاکټرانو صاحبانو دغه ائتلاف؛ چې په ښار کې د مريضانو د تداوي د نه کولو په پار یې کړیدی، او ددې ائتلاف د طاقت په واسطه نظام تر فشار لاندې راولي او د ځينو حقوقو غوښتنه کوي.)، زه د دې ائتلاف په مورد ځينې سوالونه او اندېښنې لرم:
۱. دومره شهيدان چې ددې وطن بچيو د امنيت په برخه کې ورکړل، ولې دوی ائتلاف نه کوي چې امنيتي پوستې مخالفينو ته پرېږدي؟
۲. همدارنګه، زيات شمېر وګړي مو په ملکي ادارو کې د مختلفو کړيو ښکار شو، ولې دوی ائتلاف نه کوي چې وزارتونه او رياستونه خالي پرېږدي او د تولنې خدمت څخه لاس په سر شي؟
۳. ټولنیزه برخه ددې تولنې او هېواد هم له غمه خالي نده. دا هغه خلک دي چې نه نظامي او نه ملکي دندې لري، خو بياهم قرباني ورکوي، ولې دوی په مجموعي ډول بل هېواد ته پناه نه وړي؟
له بلې خوا که دولت ته وګورو، دوی هم د خپل امکان ترحده هڅه کوي چې د هېواد وګړو ته هوسا ژوند برابر کړي، خو داسې کافي اندازه منابع او وسائل هم د دولت سره نشته چې د هر وکړي د تحفظ لپاره فردي امکانات برابر کړي.
پاتې شوه د ډاکټر صیب نوروز شينواري د شهادت خبره او ورسره د ډاکټر صاحبانو بې منطقه ائتلاف چې نورې پوښتنې را ولاړولی شي:
الله تعالی دې د ډاکټر صیب نوروز شينواري په شمول ټول هغه وطنوالو ته جنت الفردوس په نصيب کړي چې ددې خونړيو لسيزو د بې رنګه جنګونو قربانيان شول.
د ډاکټرانو صاحبانو د ائتلاف په اړه:
د ډاکټرانو صاحبانو څخه يو څو پوښتنې نورې هم لرم، هيله ده چې په مغزو يې بد اثر ونکړي:
۱. آيا ستاسې په ذهن منطق همدا دی؛ چې د نا ممکنه غوښتنو لپاره د هېواد د مريضو وګړو د علاج څخه لاس په سر کېږئ؟
۲. آيا ډاکټر صیب نوروز شينواري او ورته نورې قضيې د مريضانو او د هغوی د کورنيو په لاس کيږي؟
۳. آيا که ستاسې ددې ائتلاف په وخت کوم مريض خدای مکړه ژوند له لاسه ورکړي، څوک به يې جواب ورکوي؟
۴. تاسې به د هغه مريض چې علاج يې نکوئ، د ازار او کړېدلو په مقابل کې الله تعالی ته جواب ورکوئ؟
۵. آيا ستاسې علميت او استعداد د داسې بې شعوره عمل اجازه درکوي چې د بېچاره خلکو ژوند په خطر کې واچوئ؟
۶. آيا ددې ائتلاف په اساس، ستاسې او د نورو ترهګرو ترمنځ کوم توپير شته، ځکه تاسې هم د خلکو د ژوند لپاره د خطر د واقع کېدلو عاملين ياست؟
دولت ته سپارښتنې:
دا چې په افغانستان کې ژوند کول تصادف دی، هره لحظه د هر فرد ژوند د خطر سره دی. د امينت په راوستلو کې د ټولو سرښندنې ستايو او مونږ دا هم منو چې دغه جنګ کې د ټولو جانبينو شهيدان همدا افغانان دي، هغه که د طالب، داعش، عسکر او نورو په نومونو قتل کيږي همدا افغانان دي.
خو دولت باېد د داسې کړيو او ګروپونو مشران محاکمه کړي، چې د هېواد د مريض بچي د مرګ او ازار سبب کيږي. بهتره داده، چې يوه ورځ وخت هم ورنکړل شي، چا چې ددې ائتلاف په رضايت خپله معاينه خانه بنده کړې وي او يا دولتي روغتونونو ته د مريضانو د علاج لپاره نه حاضريږي، اسناد يې په تور لست کې شامل کړي او يا يې کاري جواز منحل اعلان کړي ترڅو په اېنده کې د نورو لپاره د عبرت سبب شي.
ترڅنګ يې باېد د کمبود په وخت کې د مرکز څخه د دولتي روغتونونو لپاره موقتي ډاکټران صاحبان راولي، ترڅو ددې زورېدلي او کړېدلي ملت يتيمان بچيان د طبي سهولياتو د نشتون په صورت کې ژوند له لاسه ورنکړي.
اخري پيغام مې ډاکټر صاحبانو ته دادی چې؛
مونږ درڅخه په ادويه کې د کمېشنکارۍ ګيله نه کؤ، خو په دې بې منطقه ائتلاف د هېواد د هربچي په وړاندې ملامت ياست، له دولت څخه په کلکه دا غوښتنه لرو چې ستاسې ددې کاربند په مقابل کې تاسې محاکمه کړي!

حبیب الرحمن ابراهیمي



روغتیا لیکنه مقاله ننګرهار
t