د نړۍ ۱۰۰۰ غوره پوهنتونونه اعلان شول؛ خو د افغانستان نوم پکې نشته!

د نړۍ ۱۰۰۰ غوره پوهنتونونه اعلان شول؛ خو د افغانستان نوم پکې نشته!

د کیو ایس ورلډ یونیورسټي رینکینګ په نوم یو معتبر ویبسایټ د نړۍ د ۱۰۰۰غوره پوهنتونو لیست خپور کړی دی چې د افغانستان د یو پوهنتون نوم هم په کې نشته.

په دغه لیست کې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ لپاره غوره پوهنتونونه انتخاب شوي دي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې غوره تدریسي معیارونه پلي کړي دي.
له دې منځه د ۱۰۰۰ پوهنتونونو له ډلې د امریکا دماساچوسیټ د ټکنالوژۍ انسټیټوټ لومړی درجه پوهنتون یاد شوی دی.
د غوره پوهنتونونو په دې لیست کې د ګاونډیو چین، روسیې، قزاقستان،پاکستان او ایران ځینې پوهنتونونه هم راغلي خو دافغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د هیڅ معتبر پوهنتون نوم پکې نشته.
د افغانستان د لوړو زده کړو مؤسسات ترډېره دا مهال مشخص درسي نصاب او مېتود نلري، دغه رازیې محصلین په پوهنتونو کې د استادانو له مافیا هم سر ټکوي او وايي دوی نشي کولی له استادانو سره حتی علمي پوښتنې مطرح کړي، ځکه بیا یې هغوی ناکاموي.



د نړۍ غوره، پوهنتونونه
t