کندهار کې د سيمه ييزې حکومتولۍ ملي کنفرانس؛ مسؤلينو خپلې تجربې شريکې کړې

کندهار کې د سيمه ييزې حکومتولۍ ملي کنفرانس؛ مسؤلينو خپلې تجربې شريکې کړې

د سیمه ییزي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړ سوی ملي کنفرانس د والیانو او مسؤلینو په تجربو شریکولو پیل سوو.

دغه کنفرانس چي د شنبې په ورځ پیل سو دوې ورځي به دوام وکړي، چي د کندهار والي حیات الله حیات په شمول، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې مرستیال ډاکټر تیمور شاران، د کابل، هرات، بامیان او هلمند والیانو او مرستیالانو ګډون کړي وو.

د یاد کنفرانس موخه د سیمه ییزي حکومتدارۍ پیاوړتیا، په حکومت کي د خلکو ونډه او د سیمه ییزو ادارو د اصلاحاتو لپاره طرحه جوړول او ځیني نورو اړین مسایل دي، چي پکښي د اکاډمیکو مرکزونو د استادانو، مدني فعالانو او یو شمیر ازادو ګډونوالو له لوري ورباندي بحث، پلټنه او د نظریاتو تبادله وسوه.

یاد کنفرانس ته د پیل په وینا کي کندهار والي حیات الله حیات د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام قرائت کړ، چي پکښي د ګډونوالو غوښتل سوي وه، تر څو د یاد کنفرانس په مرسته د سیمه ییزي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه نوی بینادونه کښیږدي او موثري طرحي وړاندي کړي، چي وروسته به یادي طرحي د حکومت د تطبیقیدونکو پلانونو اساسي فصل جوړوي.

همداراز کندهار والي په خپلو خبرو کي یادونه وکړه، چي اداره مو ورځ تر بلي ځوانو مسؤلینو ته سپارل کیږي او د ښځو ونډه هم په نظر کي نیول سوې.

کندهار والي زیاته کړه د ښه حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره یې نه یوازي د ولایت مقام دروازه د خلکو پر مخ خلاصه کړې تر څنګ یې هره دوشنبه د عامو خلکو سره د مسؤلینو مخامخ لیدني ته ځانګړې کړې، چي هر څوک کولاي سي خپله ستونزه عاجل حل کړي او کوم کسان، چي ولایت مقام ته د راتګ ستونزه ولري کولاي سي د ۲۱۰ شکایاتو ۲۴ مرکز ته زنګ ووهي، چي د تیلفون پر کرښه یې ستونزي عاجل حلیږي.

په کنفرانس کي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین داکټر تیمور شاران د سیمه ییزي حکومتدارۍ د لیري راتلوونکي په اړه خبري وکړې او یادونه یې وکړه، چي د یاد کنفرانس څخه به د سیمه ییزو اداري واحدونو د پیاوړتیا په برخه کي مثبت نظریات ترلاسه او وروسته به عملي سي.

ښاغلي شاران یادونه وکړه چي له دې طریقه کولاي سو د هیواد په اتو اقتصادي زونو کي ظرفیتونه وپیژنو تر څو ورته ښه پلان جوړونه وسي او یادونه یې وکړه، چي د سیمیزي حکومتوالۍ یو له اساسي موخو څخه اقتصادي پیاوړتیا، د شخړو حل او په سیمه ییزه کچه د اسانتیاو برابرول دي.

د پروګرامو دوهمه برخه د نظریاتو د تبادلې او پوښتنو د ځوابولو په موخه جوړ سوي پنل وو، چي د هلمند، کابل، بامیان، نیمروز او هرات ولایتونو والیانو او مرستیال والیانو پکښي برخه اخیستي وه.

په لومړي ورځ د میثاق شهروندي برنامې او یو شمیر نورو ادارو استازو ترتیب سوي پریزینټیشنونه هم وړاندي کړل، چي محتوا یې د سیمه ییزي حکومتدارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو استواره وه.




t