د جوبایډن څرګندونوته د افغان حکومت توند غبرګون

د جوبایډن څرګندونوته د افغان حکومت توند غبرګون

دا چي د امریکا ولسمشريزي ټاکني را نږدې سوي ، دې ټاکنو ته هر نوماند کوښښ کوي،چي د خپلي بریا لپاره د افغانستان لپاره د پالیسۍ او کړنلاري په اړه بحث وکړي،خو ډېر کله داسي څرګندوني کوي،چي عراق او افغانستان ترې ګډوډ سي.

تازه د مریکا پخواني مرستيال ولسمشر او اوسنی نوماند جوبایډن داسي څرګندوني کړي،چي د افغان حکومت توند غبرګون يې را پارولی دئ.

ارګ د امریکا د ولسمشرۍ د نوماند جوبایډن په هغو خبرو توند غبرګون ښودلی چې افغانستان یې په دریو نه یوځای کېدونکو ټوټو ویشل شوی بللی او ویلي یې وو لا هم د افغانستان درې ختیځ ولایتونه د پاکستان ترنفوذ لاندې دي او حقاني شبکه پکې فعاله ده.

 ۷۶ کلن جوبایډن دا خبرې په هاسټن کې له خپلو رقیبانو سره تلویزیوني مناظره کې کړې وې او ویلي یې وو چې امریکا باید د افغانستان پر ځای پاکستان کې نظامي اډې جوړې کړي.

په دې غبرګون د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړیوالو تمه لري چې د افغانستان یو پارچه توب ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د پایداره ثبات د طرحو ملاتړ وکړي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، پاکستان د افغانستان په هیڅ برخه ولکه نلري او د دغه هېواد په وجود کې د افغانستان د یو موټی خاورې  د لاندې کولو توان هم نشته.




t