ننګرهاروالي: د ټاکنو لپاره بشپړه همغږي او چمتووالی نیول شوی

ننګرهاروالي: د ټاکنو لپاره بشپړه همغږي او چمتووالی نیول شوی

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسې د ترسره کېدو په موخه د اړونده ارګانونو ترمنځ همغږي او په ټولو برخو کې بشپړ چمتوالی لري .

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، ښاغلي میاخېل ټاکنیزو شکایتونونو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار په شتون کې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسونونو رئیسانو او امنیتي منسوبینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې ډاډ وښود، چې په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسې د ترسره کېدو په موخه هر اړخیز چمتوالی لري .

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار وویل، په مرکز کابل کې ورسره ۵۷ بېلابېل شکایتونه ثبت شوي او هیله یې وښوده چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه له مداخلې پرته زورواکي او نورې ډلې هم لاسوهنو ته پرېنږدي.

سرچینه وايي، د دې ولایت د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو خپلواک کمیسونونو رئیسانو د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د شته همغږۍ او همکارۍ څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په موخه په ټولو اړونده برخو کې بشپړ چمتوالی لري.

د ننګرهار ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال، امنیه قوماندانۍ امنیت امر او د همغږۍ مرکز د امنیت امر په امنیتي برخه کې د چمتوالي، په ټاکنو کې د مداخلې څخه ډډه کولو او نورو اړونده برخو کې ډاډ ورکړ .



امنیت خبرونه ننګرهار ټاکنې
t