پاکستانۍ سندرغاړې رابي به د حبس سره مخامخ سي

پاکستانۍ سندرغاړې رابي به د حبس سره مخامخ سي

د پاکستان ښکلې او نوموتي پنجابي د پاپ موسیقي سندرغاړې رابي پیرزاده د غیري قانوني کار کولو په تور بندي کيږي. پاکستاني رسني وايي، هغې په غیري قانوني توګه وحشي او خطرناکه حیوانات ساتل.

پاکستانی رسنیو راپور ورکړي، چي د پاکستان د پارکونو او حیواناتو د ساتني اداري د رابي پیرزاده پر ضد په محکمه کي شکایت ثبت کړي. شکایت کي ویل سوي، چي رابي د لاهور په کور کي وحشي حیوانات لکه ماران او تمساحوي ساتلې.

د پاکستان د حیواناتو د ساتني د ملي اداري د قانون له مخي هیڅوک نسي کولاي په هغو ځایونو کي چي هلته عام خلک اوسیږي، وحشي حیوانات وساتي. ځکه دا کار د خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کولای سي.

رابي به د وحشی حیواناتو د ساتني په تور حبس سره مخامخ سي

پاکستاني رسنیو د پاکستان د وحشي حیوانانو د ساتني د اداري د مشر له قوله لیکلي دي، که چیري دا ثابیته سي، چي هغې دا وحشي حیواناتو د خپل کور په سالون کي ساتل، نو کیداي سي د دوه کالو حبس سره مخامخ سي.

پاته دي نه وي چي پر رابي پیرزاده وروسته له هغه یاد شکایت ثبت سو، چي هغي د خپل ټولنیزو رسنیو پر اکونټونو د یادو حیواناتو سره په خپل کور کي عکسونه پورته کړه.



فلمي نړۍ پاکستان سېنما
t