خلکو له ولسمشر د شپنيو عملياتو د درېدو غوښتنه وکړه

خلکو له ولسمشر د شپنيو عملياتو د درېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د بریدمل شهید محمدنور چې د وږي په ۱۸ غیر مسوولو وسله والو په کابل کې شهید کړ، د کورنۍ غړو او د وردکو قومي مشرانو او متنفذینوسره د نوموړي په شهادت غمشریکي وکړه.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردک، قومي مشر انجنیرسیدرحیم ستار او عبدالمالک هاشمي د جمهوررئیس له غمشریکي څخه په مننې وویل، د کابل د ګارنیزون بریدمل محمدنور، غیر مسوولو وسله والوپه ډېره بې رحمۍ د خپلې مقدسې دندې د ترسره کولو پرمهال شهید کړ.

یادو ویناوالو وړاندیز وکړ چې د شهید محمدنور د قاتلینو د مجازات ترڅنګ دې د هغه د شهادت ځای (ترافیک څلور لارې) د ده په نوم ونومول شي.

د هغه ځوی ته دې چې په ګارنیزون کې دنده لري، رتبه ورکړل شي. د شهید د کورنۍ غړو ته دې د استوګنې اپارتمان د ورکولو ترڅنګ د هغه مور او پلار بیت الله شریف ته د عمرې او یا حج فریضې د ادا کولو لپاره واستول شي.

دوی همدارنګه په اوسنۍ بڼه د شهید اونۍ د نمانځنې په اړه چې هر کال د تاوتریخوالي او تلفاتو لامل کېږي د بدلون، د شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي، د میدان وردک ولایت د ولسوالیو امنیت ته د پاملرنې او همدارنګه د پنځمې ناحیې د امنیت د ښه تامین په موخه په دوه امنیتي حوزو د خوشحال خان مېنې د وېش او د غازي محمدجانخان د شخصیت او کارنامو په اړه د سیمینار جوړولو وړاندیزونه هم له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهور رئیس غني د شهیدبریدمل محمدنور کورنۍ او د وردکو مشرانو او متنفذینو سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي او د وسله وال پوځ د هر سرتېري شهادت خپل غم وباله او د هیواد د دفاع او خدمت په لاره کې یې د وردکو قوم د مشرانوکوښښونه او سرښندنې وستایلې.

جمهوررئیس شهید بریدمل محمدنور وطنپال شخصیت، د ملي اردو شهید او ټولو ویاړ وباله. د هغه د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د نوموړي دکورنۍ غړو او د وردکومشرانو ته تسلیت ووایه او د خدای تعالی په دربار کې یې ورته جمیل صبر وغوښت. هغه زیاته کړه، د شهید بریدمل محمدنور د شهادت عاملینو د مجازات ترڅنګ به ټول د شهید کورنۍ ته د ننواتې په توګه ورځي.

جمهوررئیس غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو او سرښندنو ته په اشارې وویل، هیڅ دولتي مقام ته به پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیوکې اجازه ورنه کړي او ټول باید د هغوی د سرښندنو قدرداني وکړي.

محمداشرف غني وویل، بار بار مو د شهید اونۍ د نمانځنې پرمهال د خلکو امنیت او خوندیتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه، مګر لا هم هر کال په دغه ورځ تاوتریخوالی رامنځته کېږي او کابل ښاریان ځورول کېږي. هغه پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې او په دې برخه کې د راتلونکي لپاره واضح ترتیبات ونیول شي.

د هیواد جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ترافیک څلور لاره دې د شهید بریدمل محمدنور په نوم ونومول شي. نوموړي شهید ته به د جګړنۍ رتبه، ځوی ته یې چې د کابل ګارنیزون کې دنده لري یوه رتبه او همدارنګه به یې کورنۍ او اولادونو ته د استوګنې کور ورکړل شي. هغه زیاته کړه، له خپلو شخصي پیسو څخه به د حج فریضې د ادا کولو په موخه د شهید بریدمل محمدنور مور او پلار ته څلور لکه افغانۍ ورکړي.

جمهوررئیس غني د میدان وردک والي ته د یاد ولایت د ولسوالیو امنیت ته د اساسي پاملرنې او اقداماتو د لارښوونې ترڅنګ وویل، کابل پنځمه ناحیه به د امنیت د لا ښه تامین په موخه په دوه امنیتي حوزو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه شپنیو عملیاتو کې اساسي بدلون راځي.

جمهوررئیس ډاکټر غلام فاروق وردک ته د غازي محمدجانخان وردک د شخصیت او کارنامو د نمانځنې په موخه د سیمینارجوړولو او د هغه د نېټې د ټاکلو او اړوندو چارو د ترسره کولو لارښوونه وکړه.




t