د ده بنګ فلمونو لړۍ نهمه کليزه

د ده بنګ فلمونو لړۍ نهمه کليزه

د راپورونو په حواله د هندي سېنما وتلي فلمي ستوري سلمان‌خان د دبنګ په نوم فلمونو لړۍ نهمه کلیزه ونمانځله او د دې تر څنګ یې د خپل نوي فلم په اړه خپلو مینه‌والو ته زېری ورکړ.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، سلمان‌خان د دبنګ فلمونو لړۍ چې په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې پیل شوې وه، د دې لړۍ درېیم فلم د راوتلو په اړه خپلو مینه‌والو ته وویل چې د روان مېلادي کال په ډيسمبر میاشت کې به یې نندارې ته وړاندې کړي.

په ۲۰۰۹ کال دبنګ فلم کې سلمان خان د چلبل پانډې په نوم د یوه پولیس افسر مشهور رول لوبولی و او په دې فلم کې د بالیوډ ښکلې فلم لوبغاړې سوناکشي سنها هم د لومړي ځل لپاره فلمي نړۍ ته قدم کېښود چې اوس د دې فلمونو مشهوره لوبغاړې بلل کېږي




t