د ځیرکو مبايلونو نوې ګړۍ

د ځیرکو مبايلونو نوې ګړۍ

د راپورونو په حواله، د ځیرکو موبایلونو يوه بله ګړۍ بازار ته وړاندې شوه.

دا ګړۍ نړیواله مشهوره کپمنۍ اپل د خپل نوي ځیرک موبایل تر څنګ نوې لاسي ګړۍ هم بازار ته راباستلې چې مخکېنیو په پرتله ډېره ځیرکه بلل کېږي.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، د لومړي ځل لپاره به د دې ګړۍ ښیښه تل روښانه وي. د دې لاسي ځیرکو ګړیو پخوانیو ماډلونو ښيښه به د اړتیا پر وخت روښانېده.
په دې ګړۍ کې داسې وړتیا هم شته چې کله د کاروونکي شاوخوا د شور ماشور کچه د خطر تر بریده لوړه شي، خبرداری ور کوي او مېرمنو ته ښه زېری دا دی چې د میاشتني عادت څارلو امکانات پکې هم اضافه شوي دي.

همدا راز ویل کېږي دسیریز پنځه واچ په نوم دا ځیرکه لاسي ګړۍ به په عادي حالت کې ۱۸ ساعته چارج وساتي او د دې تر څنګ په دې ګړۍ کې قطب‌نما هم شته او له ټیټانیم جوړ شوی پوښ لري.

اوس‌ مهال د دې ګړې بیه په بازار ګې ۳۹۹ ډالره ايښودل شوې ده.




t