د ماشومانو سالمه تغذیه

د ماشومانو سالمه تغذیه

د ماشومانو لپاره سالمه تغذیه او د صحتمندو ماشومانو درلودل د هر مور او پلار هیله وي.  خو د یوې مور یا پلار په توګه مو څومره د خپلو ماشومانو روغتیا او د هغوی سالمې تغذیې ته پام کړی دی؟ لکه څه ډول چې لویان یوې سالمې تغذیې ته اړتیا لري، دغه ډول ماشومان هم ورته اړتیا لري.

مانا دا چې سالمه تغذیه په لوی او واړه پورې اړه نه لري. معدني مواد، کاربوهایدریټ، پروټین او نور مغذي مواد هغه څه دي چې سالمه تغذیه برابروي.

 خو اوس پوښتنه دا ده چې د ماشومانو په سالمه تغذیه کې باید کوم مواد شامل وي؟ پروټین، مېوې، سبزۍ، غلې دانې او لبنیات هغه خواړه دي چې د ماشومانو سالمه تغذیه برابروي. لبنیات که څه هم چې د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دي، خو غوړو ته یې باید پام وشي.

مانا دا چې د لویانو په پرتله باید په شیدو، مستو، پنیر او نورو کې غوړ یو څه کم وي. دغه راز ماشوم ته باید داسې مېوې ورکړل شي، چې د خوږو کچه پکې کمه وي.

ځینې مېوې چې غوښه یې یو څه کلکه وي، باید د ماشوم عمر ته په کتو ورکړل شي او یا یو څه ورته نرمې کړل شي.

حمیدالله حمیدي




t