د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه؛ ننګرهار کې يو شمېر اقتصادي پروژې پلي کېږي

د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه؛ ننګرهار کې يو شمېر اقتصادي پروژې پلي کېږي

ننګرهار کې د بېوزله کورنيو اقتصادي پياوړتيا او بڼوالۍ ودې په موخه بېلابېلې پروژې پلې کيږي.

ننګرهار ولايت کې د بېوزله کورنيو اقتصادي پياوړتيا او د بڼوالۍ زنځيروي ودې په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کيږي، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

په همدې موخه د وږی په ۲۵مه ولايت مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني، د کرنې ادارې مسئولينو، بزګرانو او نورو ګډون کړی و.

ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې د انکشاف او اقتصادي پرمختګ په موخه يې په دې ولايت کې امنيتي ساحه پراخه کړې او اوس خلک کولی شي، چې د ننګرهار شل ولسواليو ته پرته له کومې ويرې تګ راتګ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به حصارک او شيرزادو ولسوالۍ هم د يو منظم پلان له مخې له وسله والو مخالفينو څخه پاکه کړي، چې په کې د انکشاف او رغونې لپاره به زمينه برابره شي.

هغه وويل:

« په هغو ولسواليو کې، چې د کانال ځمکې او فارمونه شتون لري هلته مو بشپړ امنيت رامنځته کړی، چې له امله يې اوس د يادې ادارې په عايداتو کې زياتوالی راغلی او د دې ادارې ډېره ځمکه مو د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.»

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په دې ولايت کې لويو سړو خونو د جوړيدو، د ننګرهار د نهو ولسواليو جنغوزيو پروسس لپاره د زمينې برابريدو او د کرنې په برخه کې يو شمېر نورو پروژو وړانديز وکړ.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير له ننګرهار والي شاه محمود میاخيل مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د انکشاف او پرمختګ په موخه امنيتي ساحه پراخه کړې ده.

نوموړي وويل:

« چې په دې ولايت کې يې د ميليونونو افغانیو په ارزښت د کرنې په برخه کې بېلابېلو پروژې تر سره کړي، يو شمېر تر کار لاندې او لسګونه پروژې نوې پیل کيږي، چې له مخې به يې د بزګرانو اقتصاد پياوړی او د سبزيجاتو او حبوباتو په برخه کې به خودکفا شو.»

هغه وويل، چې په دې ولايت کې ۲۳۳۲ کورنيو ته د اقتصادي ودې په موخه د کرنې په برخه کې يو شمېر پروژې تر سره کيږي، چې ور سره به يادې کورنۍ په پښو ودريږي.

د کرنې وزير نصير احمد دراني همدا راز د بڼوالۍ زنځيروي ودې پروژې له پيل کېدو څخه هم خبر ورکړ، چې په ترڅ کې به يې په دې ولايت کې بڼوالي پياوړي شي.

نوموړي بزګرانو ته د شنو خونو او يو شمېر نورو پروژو کې د شته ستونزو حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په دې ولايت کې به د بندونو، استنادي ديوالونو، چينو او د کرنې اړوند نورو برخو رغاونې ترڅنګ سترې سړې خونې جوړې کړي، چې تر شپږو مياشتو به په کې سبزيجات وساتل شي.

د بزګرانو په استازۍ سردار ولي مسرور خبرې وکړې او د شنو خونو پروژې په برياليتوب، د باغونو بيا رغونې، د اوبو بندونو جوړيدو، غنمو تخم پر وخت وېش، ځنګلونو ته د پاملرنې او ولسواليو اب هوا او اړتياو ته په کتو د پروژو په پلې کېدو کې غوښتنې وکړې، چې د کرنې وزير له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.




t