د نریندرا مودي پر ژوند دویم فلم جوړیږي

د نریندرا مودي پر ژوند دویم فلم جوړیږي

د بالیووډ نوموتي او تجربه کاره د فلم ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالي وايي، غواړي یو ځل بیا د هند د لومړی وزیر نریندرا مودي پر ژوند فلم جوړ کړي. د یاد فلم کیسه د نریندرا مودي د ژوند پر ناویلو کیسو باندي راڅرخي.

د بالیووډ نوموتي ډایریکټر بهنسالي هندي رسنیو سره خبرو کي ویلي دي، چي د (Mann Bairagi ) په نوم دا فلم د هند د برحاله لومړی وزیر نریندرا مودي د هغه ژوند تصویر ښي، چي تر اوسه لا زیات خلګ پري نه دي خبر او یو داسي کیسه ده چي تر اوسه ناویلي پاته ده.

همدراز د فلم ډایریکټر ویلي دي چي د تامیل فلمونو نوموتي سېنمایي ستوری برحباس به د نریندرا مودي پر رول په یاد فلم کي راښکاره سي. د باهو بالي فلم ستوری پرحباس له دي وړاندې ( Sahoo) په نوم په یو بل فلم ښه رول اداکړي چي فلم يي ډيري پيسي هم وګټلي.

د فلم د مرکزي رول لپاره پرحباس ټاکل سوی دی

پاته دي نه دي چي له دي وړاندي د هند د لومړي وزیر پر ژوند یو بل فلم د (لومړی وزیر نریندرا مودي) په نوم فلم هم جوړ سوي. د هغه فلم کیسه کي دا ښودل سوي دي چي څرنګه یو چاي پلورونکي د هند لومړی وزیر کیږي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t