چپرهار: استنادي دیوال او اتو حلقو څاه ګانو جوړول پیل شول

چپرهار: استنادي دیوال او اتو حلقو څاه ګانو جوړول پیل شول

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلا شيخ سيمه کې د اقراء برنامې له لوري د دوه ميليونه او نږدې درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يو استنادي ديوال او اتو حلقو څاه ګانو جوړولو چارې پيل شوې، چې ګڼ شمېر کورنيو ته به د پاکو زمينه برابره شي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي له قوله ویلي، چې دغه استنادي ديوال ۱۱۵ متره اوږدوالی لري، چې په جوړيدو سره به یې زرګونه جريبه ځمکه د سيلابونو له خطر څخه وژغورل شي.

ولسوال وايي، چې په دې سيمه کې د پاکو اوبو اته څاه ګانې هم جوړيږي، چې ګڼ شمېر کورنيو ته به د پاکو اوبو زمينه برابره شي.



افغانستان بیارغوونه خبرونه ننګرهار چپرهار
t