د علماو شورا: طالبان دې افغان دولت سره له مذاکراتو نه ويريږي

د علماو شورا: طالبان دې افغان دولت سره له مذاکراتو نه ويريږي

د افغانستان د علماو سراسري شورا له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې: طالبان دې افغان دولت سره له مذاکراتو نه وېرېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د علماو سراسري شورا مشرتابه او غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان د علماو د سراسري شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین وخت پر وخت د اعلامیو، پرېکړه لیکونو او څرګندونو په بڼه د مهمو قضایاو په اړه د اصولي او شرعي دریځ غوره کولو ته په اشارې وویل، د افغانستان د قضیې معقول حل له افغان دولت سره مذاکرات دي.

ښاغلي لودین وویل، په تېرو څومیاشتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او کابل ته د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلاوي په راتګ سره موږ د سختو بریدونو، چاودنو او تاوتریخوالي شاهدان وو، مګر د سولې د مذاکراتو لپاره اوربند اساسي شرط دی. که د طالبانوغوښتنې او مسایل د خلکو د ارادې ممثل وي، نو له افغان دولت سره له مذاکراتو دې نه وېرېږي، له دولت سره دې مخامخ مذاکرات وکړي.

نوموړي د سولې مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بقا او د هیواد د اساسي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټاکنو له لارې د زعیم ټاکل واجبي او ضروري امر وباله او له ټولو هیوادوالو څخه یې وغوښتل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

جمهوررئیس غني د علماو ارزښتناک رول ته په اشارې وویل، د علماو متفقه فتوا، په اندونیزیا، مکه مکرمه او مدینه منوره کې د علماو دریځ بېساري او تاریخي اقدامات وو چې د سولې لپاره یې زمینه او شرایط برابر کړل. هغه زیاته کړه، سوله د افغانستان د خلکو او دولت اساسي غوښتنه ده او هغې ته د رسېدو لپاره به ان د کلیو او ولسوالیو په کچه خپلې هلې ځلې منسجمې کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ لپاره تګلاره تعین کړې او موږ د هغه پرېکړه لیک د تطبیق لپاره دوامدارې هڅې او کوښښونه کوو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د سولې پروسې مالکیت د افغانستان ملت او دولت سره دی. د باعزته او تلپاتې سولې لپاره چې د خدای تعالی رضا او د ولس هوساینه په کې نغښتې وي، اوربند اساسي شرط دی.

جمهوررئیس غني شفافو او سراسري ټاکنو کې د ګډون په موخه د ولسونو او خلکو د هڅونې، انسجام او پراخ ګډون په برخه کې د علماو رول مهم وباله او وې ویل، ټاکنې د ولسواکۍ د مهم اصل په توګه د واک د سوله ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل غوره لاره ده.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د دارالافتا لپاره د بودجې او نورو ترتیباتو ترڅنګ به د علمای کرامو د سلا مشورو په پایله کې د دارالافتا او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت عرفان معینیت ته وړ، صالح او باوري اشخاص تشخیص او معرفي شي.




t