د پروان د بريد وروستي جزيات؛ ۲۴ کسان وژل شوي

د پروان د بريد وروستي جزيات؛ ۲۴ کسان وژل شوي

د پروان ولايتي روغتون مشر رسنيو ته ويلي دي، دغه ولايت کې د چاودنې له امله تر دې دمه دوی ته ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپيان ور وړل شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، بريد د دولت جوړونکي ټاکنيزې ډلې پر يوې غونډې شوی دی.

د پروان ولایتي روغتون مشر قسیم سنګین رسنیو ته ویلي، د چاودنې له ځایه دوی ته ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپیان ور وړل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د چهاریکار ښار لومړۍ حوزې اړوند د تربیوي مرکز په لومړي نظام قرول کې شوې ده.

د ياد بريد مسؤليت طالبانو منلی دی.




t