يو فلم چې ميليونونه ډالره يې وګټل

يو فلم چې ميليونونه ډالره يې وګټل

يو داسې فلم چې ميليونه ډالره يې وګټل، هسې خو هم فلمونه ډېرې پيسې ګټي راځئ نن درته دا فلم هم در وپېژنو.

د «مېشن امپاسېبل فال اوټ» په نوم فلم چې د تېر کال جولای میاشتې په وروستیو کې پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شو، تر دې مهاله یې کور دننه ۲۲۰٫۱۵ ميلیونه ډالره ګټه کړې ده.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دې فلم له کوره بهر ۵۷۰٫۹۵ ميلیونه ډالره ګټه کړې او ټولټال ګټه یې ۹۹۱٫۱۱ ميلیونو ډالرو ته رسېږي، خو پر دې فلم یوازې ۱۷۸ ميلیونه ډالره بوديجه مصرف شوې وه.
د دې فلم مرکزي لوبغاړي د هالیووډ وتلی ستوری ټام کروز، هینري کیویل، سیمون پیګ، انجیلا بیسټ او ویس بینټلي او د فلم لارښوونه یا ډایرېکټري یې چریسټوپر او پروډیوسري یې ډیوېډ الیسون کړې ده.




t