غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لمریزې برېښنا منظم سیستم ګټې اخیستو ته وسپارل شو

غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لمریزې برېښنا منظم سیستم ګټې اخیستو ته وسپارل شو

د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لوبغالي چمن اوبه کولو او پويلين روښانولو په موخه د لمریزې برېښنا (سولر) منظم سیستم فعال او نن ګټې ا خیستو ته وړاندې شو.

تر دې وړاندې چې د تېلو او سترو جنراتورونو په زیات لګښت سره به د دې لوبغالي د اوبه کولو چارې مخ ته وړل کېدې اوس به د لمریزې بريښنا په وسیله ترسره کيږي.

د کرکټ پرمختیايي څانګې د مسولينو په وینا چې په دې سیستم شپږ لکه نهه اتیا زره (۶۸۹۰۰۰ ) افغانۍ لګښت راغلی او ۴ اينچه اوبه به له ځمکې راوباسي.

دوی وايي چې تر دې وړاندې به هره میاشت د لوبغالي په اوبه کولو د زرګونه افغانيو لګښت کېده چې اوس به یې مخه ونیول شي.




t