کرېکټ بورډ ځانګړی سپورتي ټلوېزيون جوړوي

کرېکټ بورډ ځانګړی سپورتي ټلوېزيون جوړوي

د کرکټ ځانګړى ټلويزيون:

افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ لپاره ځانګړی ټلوېزيون جوړوي.

کرېکټ بورډ وايي: ((دا چې زموږ هېوادوال د کرکټ له لوبې سره بې سارې او ډېره مينه لري او هر وخت غواړي چې دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پردې ننداره کړي نو د دغې ستونزې هواري ته مې لومړيتوب ورکړى او انشاءالله ګران هېوادوال به ډېر ژر د کرکټ د يوه ځانګړي ټلويزيون د جوړېدو د زېري اورېدونکي واوسي.))

د کرېکټ بورډ مشر وايي، چې د جواز په ګډون يې لومړنۍ چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نورو اړوند کارونو هم په چټکه کار روان دى.




t