جان سینا هم د بالیووډ د فلمي ستورو مینوال دی

جان سینا هم د بالیووډ د فلمي ستورو مینوال دی

د هالیووډ امریکايي سېنمايي ستوری جان سینا د بالیووډ سېنما د فلمي ستورو مینوال دی. هغه هر وخت پر تولنیزو رسنیو د بالیووډ د مشهورو او نوموتو فلمي ستورو عکسونه نشروي.

جان سینا دا چي د هالیووډ سېنما یو وتلی ستوری دی، د امریکا د رسیلینک لوبي د یوتکړه لوبغاړي ترڅنګ د امریکا په پوځ هم دنده لري. هغه تازه پر ټولنیزو رسنیو د بالیووډ سېنما د وتلی او ځوان فلمي ستوری سوشانت راجپوت عکس نشر کړي دی او ورسره يي لیکلي دي دا عکس تاسو ته بیله شرحي ډالي دي.

د هغه د پوسټونو څخه دا معلومیږي، چي بالیوود سېنما پر هغه اغیز کړي او هغه د بالیووډ فلمونه ګوري او هم يي مینوال دي. جان سینا له دې وړاندي د بالیوود سېنما د نورو ستورو لکه رنویر سینګ او شلپا سيټي عکسونه هم نشر کړي و.

جان سینا مخکي د رنویر سینګ عکسونه هم نشر کړي و

پاته دي نه وي، چي بالیوود سېنما اوس مهال په ټوله نړۍ کي زیات مینوال لري او دا شمیر د هر وخت په تیریدو سره زیاتوالي مومي. په بالیووډ فلمونو کي نڅا او سندري د بالیووډ سېنما د ښکلا اصلي لامل دي، چي په بل هیڅ سېنما کي يي نسو لیدلاي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ، هالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t