شکيب الحسن دا ځل افغان لوبغاړو ته د پيغور پرځای افغان لوبډله وستايله

شکيب الحسن دا ځل افغان لوبغاړو ته د پيغور پرځای افغان لوبډله وستايله

“ليکنه: مدثر ”دعوت

شکيب الحسن د رسنيو سره په خبرو کي د افغان لوبډلي لوبه فوق العاده ياده کړه خو د خپلو لوبغاړو څخه ناراضه دی.

نوموړی وايي زموږ په لوبډله کي ۲ يا ۳ لوبغاړي ښه لوبه وکړي نور يې ملاتړ او لاسنیوی نه کوي نو ځکه لوبي هم بایلو، خو د افغان لوبډلي او زموږ ترمنځ توپير سته ځکه افغان لوبډله په ۲۰ اووريزو لوبو کي اووم او بنګلدیش لسم ځای لري.

شکیب هيله لري چي د روان ۳ اړخیز سیريز په پایلوبه کي به د زیمبابوې په ځای د افغانستان په وړاندي بنګلديش ولوبيږي.

په همدې خاطر يې سمایاسرکار،مهدي حسن،ابو حیدر او ياسين عرفات له سکواډ څخه ليري کړه او پرځای يې نجم الحسن،ربل حسين،امين الاسلام،محمدنعیم او شفیع الاسلام سکواډ ته شامل کړيدي.

بنګلدیش په روان سیریز کي يوه،افغانستان ۲ لوبي ګټلي خو زیمبابوې ۲ لوبي بایللي دي.

سبا يوځل بیا بنګلدیش او زيمبابوې مازدیګر ۰۵:۰۰ بجې سره مخ کیږي.



شکيب الحسن، افغان لوبډله، وستايله ورزش
t