پر طالبانو پردۍ دروازې بندې شوي// سید عبدالله پاچا

پر طالبانو پردۍ دروازې بندې شوي// سید عبدالله پاچا

وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ په یو ټویټ له منځه لاړې، طالبان یې له اسمان څخه ځمکې ته وغورځول، طالبانو داسې انګیرله چې له امریکا سره خبرو کې نړۍ کې ورته یو ښه سټيج برابر شوی چې اعظمي ګټه به ترې پورته کړي.

خو د افغان حکومت قوي دريځ د سولې تړون یې د یوې معاملې په اساس پيژنده دا هر څه په اوبو لاهو کړل، له دې امله چې د سولې تړون کې د افغان حکومت او افغانانو پښې او لاسونه طالبانو لپاره تړل کیدل.

که حکومت داسې دریځ نه وی نیولی، د سولې خبرې هیڅکله نه لغوه کیدلې او تاسو به لیدلی وی چې یو داسې هوکړه شوی وی چې د ګندمک تړون ته ورته وی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانوسره داسې تړون مخکې کړی و چې وتوانیږي امریکا  له افغانستان شرمیدلې وباسي او افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته په واک کې ورکړي.

کله چې د امریکا کانګرس او نور پخواني او اوسني چارواکي خبر شول چې امریکا له طالبانو د تضمین بدل کې افغانستان کې پوځي حضور پای ته رسوي، ټولو مخالفت وکړ، ځکه په دې ډلې هیڅ باور نشته.

کله چې څوک په خپل ځآن او خپلو مشرانو باور نه لري، نو بیا څنګه کیدلی شي امریکا پرې باور وکړي، ایا امریکا بیا چمتو ده چې له افغانستان وووځي او بیرته افغانستان کې هر څه له سره پيل کړی.

په ټوله کې افغانان هم د دې تړون مخالف و، ځکه طالبانو غوښتل په دې تړون سره نظام ړنګ کړي او یوه بل نظام رامنځ ته کړي چې اردو او پولیس به و نه لري.

افغانانوته د څو کلونو لاس ته راوړنې مهمې دي چې وساتل شي، سوله ورته هم لومړیتوب لري، خو د سولې قیمت نه باید دومره وي چې افغانستان یو ځل بیا تیارو ته وګرځوي.

افغانانو له تېرو تجربو زده کړي او نه غواړي چې بیا داسې دورې ته وګرځي چې دیکتاتوري وه او په کیبلونه وهل کیدل و.

اوس چې پر طالبانو امریکا خپل دروازه تړلې ده، تازه یې مسکو ته سفر کړی و او هغه هېواد کې یې له چارواکو سره خبرې کړي چې د سولې خبرې او پروسه بیا پيل شي.

طالبان که ټولې درګاوې ولټوي او د افغانستان د منتخب حکومت خوښه ورسره نه وي، هیڅ تلاش به یې پایله ور نه کړي، ځکه د سولې د خبرو او پریکړې اصلي ادرس افغان حکومت او افغانان دي، پرته له دې هر هېواد کې د سولې تړون د اجرا وړ نه دی.

طالبان هم اوس په دې پوه شول چې د افغانانو له مالکیت پرته د سولې هر ډول خبرې سبوتاژ کیدلی شي او هر څومره ژمنې او وعدې چې وشي، پایله نه ورکوي.

نو د سولې پروسې لپاره ښه خبره دا ده چې طالبان افغانانو ته مراجعه وکړي او بین الافغاني خبرو کې یوې هوکړې ته ورسیږي.

دا به د طالبانو او افغان حکومت لپاره ښه وي چې جګړه پای ته ورسوي او د انتخاباتو له لارې ټول په یو منظم سیستم او دولت کې سره رامنځ ته شي.

طالبانو ته وایم

چې ځې، ځې ، ځې ابازو ته به راځې




t