په ناروغۍ کې ورزش وکړو؟

په ناروغۍ کې ورزش وکړو؟

په منظم ډول ورزش کول د روغتیا لپاره تر ټولو ښه طریقه ده. که منظم ورزش کوی، د زړه او شکرې له ناروغیو به په امن وی، وزن به مو مناسب وي او د ناروغیو پر وړاندې به مو د بدن مقاومت لوړ وي.

په دې کې هېڅ شک نشته، چې ورزش د روغتیا ضامن دی. خو کېدای شي له تاسو ډېرو سره دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې د معمولو ناروغیو پر مهال ورزش څنګه دی. دې دا ډول ناروغیو پر مهال ورزش کول، له تاسې سره له یادو ناروغیو په ژر ښه کېدوکې مرسته کوي او که یې لا ځنډوي؟ دا چې ورزش په ټوله کې د روغتیا لپاره ګټور دی او له بېلابېلو ناروغیو څخه مخنیوی کوي، خو ځینې وخت د ناروغۍ پر مهال ورزش مثبتې او ځینې وخت بیا منفي پایلې هم لري.

ډاکټران وایي، د خفیف زکام، غوږ درد، پزې بندوالي او د ستوني درد پر مهال ورزش کول تاوان نه لري، خو که مو زیاته تبه وي، پر له پسې ټوخېږی، معده او کلمې مو درد کوي او یا پر انفولانزا اخته وی، نو بیا ورزش درته ښه نه دی. ډېرې نورې ناروغۍ هم شته چې انسان پرې اخته کېږي، نو ښه ده چې له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ، چې ایا د اړوندې ناروغۍ پر مهال ورزش کولو اجازه در کوي او که نه؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي




t