ګل اغا شېرزی جريمه شو

ګل اغا شېرزی جريمه شو

د راپورونو په حواله، د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزير ګل اغا شيرزی لس زره افغانۍ جريمه شو.

رسنۍ وايي، نوموړی له رای ورکولو هم محروم شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون وايي، نوموړی له دې امله جريمه شوی دی چې د دولت جوړوونکي ټاکنيزې ډلې په ګټه يې کندهار کې کمپاين کړی دی.




t