عاليه بهټ له فلمونو تر نوماندۍ

عاليه بهټ له فلمونو تر نوماندۍ

د هندي سېنما وتلې اداکاره عاليه بهټ چې په هندي فلم کې ځانګړی ځای لري، غواړي تر دې هم لوړ مقام او شهرت ترلاسه کړي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، هغه د اسیا تر ټولو زیات اغېزناک شخصیت جايزې ته ځان نومانده کړی دی او وایي د دې جایزې لپاره یې نوماندې ستر ویاړ دی.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د اغیزناک شخصیت لپاره عالیه بهټ د اسیا د مشهور فلم لوبغاړيو سره سیالې کوي، خو هنده یوازېنۍ ستورې عالیه بهټ ده چې د دې جایزې د ګټلو لپاره یې خپل نوم ثبت کړی دی.




t