لومړنۍ سياره، چې اوسېدل پکې ممکن دي

لومړنۍ سياره، چې اوسېدل پکې ممکن دي

د برېټانيا د لندن کالج ستورپوهان وايي، داسې نوې سياره موندل شوې ده چې د اوسېدو لپاره ممکنه او وړ ده.

د رسنيو د راپورونو په حواله، نوې موندل شوې سياره کې د اوبو بخار هم پيدا شوی دی.

ستور پېژوندونکی سیاریاس وايي، په لومړي ځل د داسې سیاري موندل د دې امکانات زیات کړل چې انسانان له ځمکې پرته په یوه بله سیاره کې هم په عادي ډول ژوند کولای شي.

خو اوس یوه ستونزه دا ده چې دا سیاره له لمریز نظامه په ډېر لوی واټن یانې شا او خوا زر ټریلیونه کیلومټره لرې پرته ده، د ستوربېړۍ ور استول اوس مهال ناشوني دي.




t