غازي جام؛ بُست له امو زون په ۲ ویکټو وګټله

غازي جام؛ بُست له امو زون په ۲ ویکټو وګټله

د غازي امان‌الله خان جام د يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او بُست زون لوبډلو تر منځ اوومه لوبه د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې وشوه.

د لوبې په پيل کې پچه د بُست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د امو زون لوبډلې ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. د لوبې په پيل کې توپان لوبه له ځنډ سره مخ کړه چې بيا لوبه ۴۸ اورونو ته راکمه شوه.

امو زون په ټاکلو ۴۸ اورونو کې د ۶ لوبغاړیو په سوځېدو ۲۵۰ منډې وکړې چې له ډلې يې جاوېد احمدي ۸۵، حاجي مراد مرادي ۶۱ ناسوځېدلې، ميروېس اشرف ۲۶ او ابراهيم ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بُست زون له لوري يمين احمدزي او عبدالله تره‌خېل ۲-۲، سيد شېرزاد او سمېع‌الله شينواري ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۲۵۱ منډو هدف د بُست زون لوبډلې په ۴۷.۱ اورونو کې د ۸ لوبغاړیو په سوځېدو پوره او په ۲ ویکټو يې بریا خپله کړه. د دوی له ډلې ناصر جمال ۱۰۶ او منیراحمد ۱۰۰ منډې وکړې.

د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د امو زون له لوري ابراهیم او میروېس اشرف ۳-۳ او محمدظاهر ۱ لوبغاړی وسوځاوه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ناصر جمال ترلاسه کړه.




t